د روان مالي کال د تعرفې د کمېټې څلورمه ناسته جوړه سوه
د تعرفې کمېټې د روان مالي کال څلورمه ناسته د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین ښاغلي ملا عبدالقاهر ادریس په مشرۍ په دغه معینیت کي جوړه سوه.
په دې ناسته کي، چي د تعرفې د کمېټې غړو ګډون کړی وو، په پیل کي د ګمرکونو او عوایدو معین ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د ناستي پرانېستونکي وینا وکړه. ور پسې د ګمرکونو لوی ریاست د تعرفې رئیس ښاغلي عبدالرحمن وقاد د وچو شیدو، تعمیراتي رنګ، پلاستیکي یو وار مصرف لوښو، د قالینو او موکتونو، مصنوعي پنبې، د لرګیو او ډبرو سکرو ترکي بخاریو او تریشر ماشینونو د وارداتي تعرفو په اړه هر اړخیز معلوماتي پریزينټېشن وړاندي کړ او د یادو اقلامو د تعرفې په اړه ئې د سوداګرو او صنعتکارانو غوښتني د غونډي له ګډونوالو سره شریکي کړې.
د تعرفې د کمېټې غړو د یادو اقلامو په تعرفې هر اړخیز بحث وکړ او له کورني تولید څخه د ملاتړ، سوداګرۍ او دولتي عوایدو د ودي اصل ته په کتو سره ئې په اړه لازمي پرېکړي وکړې.
