د روان مالي کال د تعرفې د کمېټې څلورمه ناسته جوړه سوه

admin_mof
Thu, Nov 16 2023 10:30 AM
خبر

د تعرفې کمېټې د روان مالي کال څلورمه ناسته د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین ښاغلي ملا عبدالقاهر ادریس په مشرۍ په دغه معینیت کي جوړه سوه.
په دې ناسته کي، چي د تعرفې د کمېټې غړو ګډون کړی وو، په پیل کي د ګمرکونو او عوایدو معین ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د ناستي پرانېستونکي وینا وکړه. ور پسې د ګمرکونو لوی ریاست د تعرفې رئیس ښاغلي عبدالرحمن وقاد د وچو شیدو، تعمیراتي رنګ، پلاستیکي یو وار مصرف لوښو، د قالینو او موکتونو، مصنوعي پنبې، د لرګیو او ډبرو سکرو ترکي بخاریو او تریشر ماشینونو د وارداتي تعرفو په اړه هر اړخیز معلوماتي پریزينټېشن وړاندي کړ او د یادو اقلامو د تعرفې په اړه ئې د سوداګرو او صنعتکارانو غوښتني د غونډي له ګډونوالو سره شریکي کړې.
د تعرفې د کمېټې غړو د یادو اقلامو په تعرفې هر اړخیز بحث وکړ او له کورني تولید څخه د ملاتړ، سوداګرۍ او دولتي عوایدو د ودي اصل ته په کتو سره ئې په اړه لازمي پرېکړي وکړې.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS