د افغانستان لپاره د نړیوالې ټولنې اقتصادي مرستې او ملاتړ دوام مومي
د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، نن د ولسمشرۍ ماڼۍ په ارګ کې د افغانستان لپاره د انګلستان له سفیر باالیسون بلیک، سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې چې د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیال نذیر کبیري، هم حضور درلود، د مؤثرو ملي عوایدو راټولېدو، ملي بودیجې ریفورم، په ANPDF-II کې درج شويو د افغانستان پراختیایي لومړیتوبونو او له اصلاحاتو د نړیوالې ټولنې د ملاتړ په شمول د بنسټیزو اقتصادي اصلاحاتو په پلي کولو هر اړخیز بحثونه وشول.
د لیدنې پرمهال په کابل کې د بریتانیا سفیر، له افغانستان څخه د خپل هیواد د اقتصادي مرستو، دوامداره سیاسي ګډون، ډیپلوماټیک حضور او د نړیوالې ټولنې د اقتصادي ملاتړ ډاډ ورکړ.
