د افغانستان او اروپایي ټولنې ترمنځ د اقتصادي - ټولنېزې پراختیا کاري ګروپ ناسته وشوه
د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیال نذیر کبیري په مشرۍ، چې په کابل کې د اروپایي ټولنې سفیر انډروس وان برنډټ، د اروپایي ټولنې د لویدیزې او منځنۍ اسیا واحد مشرې مېرمن سارا رینالډي (Ms. Sarah Rinaldi) او د نوموړې ټولنې ګڼ شمېر رئیسانو او دارنګه د پالیسۍ معینیت عمومي رئیسانو هم شتون او وینا درلوده، د افغانستان او اروپایي ټولنې ترمنځ د اقتصادي - ټولنېزې پراختیا کاري ګروپ ناسته په مجازي (Virtual) ډول ترسره شوه.
په دې ناسته کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د لومړیتوبونو په شمول په بنسټیزو اصلاحاتو، له اداري فساد سره د مبارزې او د افغانستان د ګډون چوکاټ (APF) د ژمنو ریښتینې کولو په پرمختګ او یو شمېر نورو مسایلو په تړاو بحث او د نظرونو تبادله وشوه او په اړه یې اړینې پرېکړې وشوې.
