د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کې یوه اندازه تاریخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي وسوځول سول!

د وږي ۱۷مه ۱۴۰۴هـ.ل
د هرات ولایت د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کي له ولایتي ادارو سره په همغږۍ(۱۲۶،۷) ټنه تاریخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي، چي د یاد ګمرک په هنګرونو کي موجود ول، د اړوندو ادارو د با صلاحیته استازو په حضور کي وسوځول سول.
همدارنګه (۹۶) ټنه تاریخ تېره کرنیزه خاوره، چي پخوا یاد ګمرک ته راوړل سوې وه هم له منځه یوړل سوه.
د یادولو ده، چي د دغو توکو یوه اندازه ئې په قاچاقي ډول هیواد ته راوړل سوې او یوه اندازه ئې له بهرنیو هیوادونو څخه تاریخ تېر را وارده سوې وه، چي د ګمرک په هنګرونو کي موجود ول.