بلخ کي د قوش تيپې ستر کانال د پروژې پرانیسته وسوه

admin_mof
یکشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۴ - ۱۴:۵۴

د مالیې وزارت اړوند د ملي پراختیا شرکت په زیار سره، بلخ کي د قوش تيپې ستر کانال د پروژې پرانسته وسوه.

په همدې مناسبت جوړې سوې غونډه کي د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د مالیې وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ملا خیرالله خیرخواه، د سرحدونو او قبایلو وزیر نور الله نوري،  د کرني او مالدارۍ وزیر عبدالرحمن راشد، د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد، د ملي پراختیا شرکت اجراییوي رئیس عبدالرحمن عطاش او د بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو سیمه ییزو مسولینو، علماوو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.

په پیل کي د ملي پراختیا شرکت اجراییوي رئیس عبدالرحمن عطاش خبري وکړې او د قوش تيپې کانال د هر اړخیز اهمیت په تړاو يې معلومات ورکړل، نوموړي وویل: د دغې پروژې په عملي کولو سره به (۲۵۰) زره کاریګرو ته د کار زمینه برابره سي او ورسره به (درې نیم میلیونه جریبه مځکه) خړوبه سي، چي د کرني د پرمختګ ستر فرصتونه به رامنځته کړي.

ورپسې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي خبرې وکړې او د اسلامي امارت له رهبرۍ څخه يې ځانګړې مننه وکړه، چي د هیواد په دې حساسو شرایطو کي د ولس د هوسایني په موخه مهمي چاري پیلوي. نوموړي وويل، چي د قوش تيپې پروژه یوه مهمه ملي او نړیواله پروژه ده، چي په ترسره کېدو سره به یې زراعت او مالداري وده ومومي او په ټوله کي به د ملي اقتصاد د پیاوړتیا سبب وګرځي او افغانستان به رښتیني ځان بسیایني ته ورسوي. نوموړي پر ملي سوداګرو ږغ وکړ تر څو هیواد ته راستانه سي او په خپل هیواد کې په ډاډه زړه پانګونه وکړي.

غونډي ته د اسلامي امارت د رئیس الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم وینا وکړه او وې ویل: نن یوه ډیره د خوشبختۍ ورځ ده، چي د زوریدلي ملت  د یو لوي ارمان د پوره کولو په خاطر سره راټول سوي یو. د قوش تيپې کانال یوه لویه ملي پروژه ده، چي د هیواد په کچه بېساري ده، موږ د قوش تيپې پروژې ته ځانکړې پاملرنه وکړه، ځکه چي دغه یوه مهمه عام المنفعه پروژه ده، چي زه  یې د افتتاح له کبله ټول ملت ته مبارکي وایم. د رئیس الوزرا لومړي مرستیال همدا راز وویل: د افغانستان اسلامي امارت دې ته ورته نوري سترې پروژې او پلانونه هم تر لاس لاندې لري، چي ژر به پیل سي. نوموړي د قوش تيپې کانال پروژه یوه ستره پروژه وبلله او وې ویل، چي د ۲۸۵ کیلو مټره په اوږدوالي ده، چي د دغې سترې پروژې چارې به د پنځه کلونو په موده کي بشپړه سي، چي ورسره به کرنه وده وکړې او هیواد به د غله جاتو په برخه کي خودکفایۍ ته ورسیږي. ملا برادر اخوند زیاته کړه، چي افغانستان هیڅ چاته اړ نه دئ. ولس دی له اسلامي امارت سره لاس ورکړی تر څو له خپلو سته امکاناتو څخه ګټه پورته کړو او د نورو له احتیاجۍ څخه خلاص سو. د قوش تیپې کانال د اسلامي امارت په لومړيتوبونو کي دئ او په دې برخه کي د ملي پراختیا شرکت سره پوره همکار یو. نوموړي له ولس غوښتنه وکړه، چي په دې برخه کي له اسلامي امارت سره همکار پاته سي.

ورپسې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ملا خیر الله خیرخوا خبري وکړې او وې ویل: د هیواد په کچه پروژې ډیرې افتتاح سوی؛ خو د نننۍ پروژې ځکه اهمیت لوړ دئ، چي دغه ملي پروژه له خپلي بودیجې څخه په لاره اچول کیږي، چي د دې پروژې له تکمیلېدو وروسته به افغانستان له بشپړي اقتصادي خپلواکۍ څخه برخمن سي.

د سرحدونو وزیر نور الله نوري هم خبرې وکړې او وې ویل: افغانستان یو غني هیواد دئ او موږ به له دې غنا څخه ګټه پورته کوو او د قوش تيپې کانال پروژې پرانیسته یې غوره بیلګه ده. نوموړي وویل، چي اسلامي امارت په کمه موده کي وکولای سول، چي یوه ستره ملي پروژه په لاره واچوي او په راتلونکي کی د نورو ملي پروژو لپاره چمتو والی لري.

د کرني او مالدارۍ وزارت سرپرست، عبدالرحمن راشد وویل: ۷۰ سلنه افغانان په زراعت بوخت دي او زراعتي چارې د اوبو په وسیله پیاوړې کیږي، چي نن د زراعت د پیاوړتیا په برخه کي د یو ښه خبر شاهدان یو، چي د قوش تيپې کانال په تکمیلیدلو سره په کرنه او مالداري رشد وکړي او هیواد په کورنیو غله جاتو متکي سي. نوموړي پر سوداګرو او متحصصینو ږغ وکړ؛ ترڅو هیواد ته راستانه سي او د هیواد په ودانولو کې برخه واخلي.

ورپسې د بلخ، جورجان او فاریاب ولایتونو قومي مشرانو په يوه ږغ د اسلامي امارت له رهبرۍ او مسؤلینو څخه د زړه له کومي مننه وکړه او پوره ډاډ ئې ورکړ، چي په ټولو برخو کي به د حکومت بشپړ ملاتړ کوي.

په پای کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معین ذبیح الله مجاهد د اختتامیه وینا په لړ کې وویل: چي هیوادونه د پردیو په مرستو نه، بلکي د خپلو خلکو په هڅو او زیار ابادیږي. نوموړي له ټولو هیوادوالو وغوښتل تر څو د قوش تيپې کانال له پروژې څخه ملاتړ وکړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۱:۲۵
Background image

د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو تر منځ د همغږۍ ناسته وسوه!

د لړم ۱۵مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو ترمنځ د  (۱۴۴۷ هـ.ق( کال د همغږۍ پنځمه ناسته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۹:۳۸
Background image

د کابل پوهنتون محصلینو ته د مالیاتي سیسټمونو په تړاو روزنیز سیمینار وړاندي سو!

د لړم ۱۵مه ۱۴۰۴ هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست له لوري په کابل پوهنتون کي د مالیاتو د عامه پوهاوي په موخه درې ورځنی روزنیز سیمینار وړاندي سو.
په دې سیمینار کي ګډونوالو ته د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۳:۴۶
Background image

په تېرو دوو اوونیو کي د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي یوه اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي!

د لړم ۱۳مه ۱۴۰۴ هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو په تېرو دوو اوونیو کي د کندهار، فراه او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي یوه اندازه قاچاقي توکي نیولي. . .

BACK TO NEWS