ګمرکونو لوی رئیس د پلټني عالي ادارې د قانون پلي کېدو له مسؤل سره وکتل

admin_mof
پنجشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۴ - ۱۳:۵۷
خبر

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس مفتي عبدالمتین سعید په خپل کاري دفتر کي د پلټني عالي ادارې د قانون پلي کېدو له مسؤل محمد طارق فاروقي سره وکتل.

په دې کتنه کي چي د ګمرکونو لوی ریاست مرستیالانو او یو شمېر رئیسانو هم ګډون کړی وو، په پیل کي د ګمرکونو لوی رئیس وویل: زموږ هڅه داده ترڅو په ګمرکونو کي کورنیو او بهرنیو سوداګرو ته لا اسانتیاوي برابري کړو او په دې برخه کي د نورو اړوندو ادارو همکاري هم له موږ سره اړینه ده، اوس مهال په ګمرکونو کي فساد صفر سوی او هر څوک چي د ګمرکونو لوی ریاست ته مراجعه کوي پرته له کومو تشریفاتو کولای سي له هر مسؤل سره وګوري او خپله ستونزه ور سره شریکه کړي.

خبر

د پلټني عالي ادارې د قانون پلي کېدو مسؤل د ګمرکونو لوی ریاست له صادقانه کړنو څخه مننه وکړه او ډاډ یي ورکړ، چي له نورو ادارو سره ستاسو شته کاري ستونزي به د حل په موخه له خپل مشر تابه سره شریکي کړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۰:۲۰
Background image

په تېرو دوو اوونیو کي د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي

د لېندۍ ۳۰مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو په تېرو دوو اوونیو کي د کندهار، نیمروز، فراه، کندوز او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سيمو کي په زیاته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۴۰
Background image

د مالیه ورکوونکو د شکایتونو اورېدلو ریاست د مالیه ورکوونکو ۲۷ شکایتونه څېړلي دي

د لېندۍ ۲۷مه ١٤٠٤هـ.ل

د مالیې وزارت د مالیه ورکوونکو د شکایتونو اورېدلو ریاست د عقرب په میاشت کي د مالیه ورکوونکو له خوا (۲۹) شکایتونه ترلاسه کړي دي، چي له دې جملې څخه (۲۷) قضیې د. . .

BACK TO NEWS