د عوایدو لوی ریاست او یو شمېر بانکونو ترمنځ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

ezat_admin
Thu, Oct 01 2026 1:38 PM
د عوایدو لوی ریاست او یو شمېر بانکونو ترمنځ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د تلې۹مه ۱۴۰۵هـ.ل

په برېښنايي بڼه د عوایدو د راټولولو او انتقال، لا شفافیت، چټکتیا، دقت، حساب‌ورکونې او د عوایدو د بانکي راټولونې نظام د پیاوړتیا او معیاري کولو په موخه د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست او یو شمېر بانکونو او مالي بنسټونو  ترمنځ د همکارۍ هوکړې وشوې.
د دغو هوکړه لیکونو له مخې، د عوایدو لوی ریاست د (۹) وزارتونو او امارتي ادارو د عوایدو د برېښنایي کولو په برخه کې له عزیزي بانک، د افغانستان اسلامي بانک، حساب‌ پې او اورم‌ پې مالي مؤسسو سره هوکړې کړې دي.
د یادو هوکړو پر بنسټ به اړوند بانکونه او مالي بنسټونه د افغانستان اسلامي امارت د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) د (۱۲۸/۳۳۵ ګڼې، د ۱۶/۱/۱۴۴۸) هـ.ق نېټې حکم او د لاسلیک شویو هوکړه لیکونو له مفادو سره سم، د یادو وزارتونو او امارتي ادارو عواید په برېښنایي ډول راټولوي او راټول شوي عواید به په عین وخت کې د خزاینو واحد حساب ته انتقالوي.
د یادونې وړ ده، چې د عوایدو د راټولولو په بهیر کې د برېښنایي نظام (سیسټم) پلي کېدل به د عوایدو د راکړې ورکړې پروسه معیاري او د عوایدو د ثبت، راټولولو او انتقال په برخو کې به د دقت او حساب‌ ورکونې کچه لوړه کړي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS