د مستوفیتونو او ولایتي ګمرکونو کارکوونکو لپاره د «مالي چارو او کار وړ مدیریت» تر سرلیک لاندې روزنیز پروګرام جوړ شو

ezat_admin
Wed, Sep 16 2026 3:14 PM
-----

د وږې ۲۵مه ۱۴۰۵ هـ.ش

د مالیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د مستوفیتونو او ولایتي ګمرکونو(۵۰) تنو کارکوونکو لپاره د «مالي چارو او کار وړ مدیریت» تر سرلیک لاندې روزنیز پروګرام د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د عوایدو او ګمرکونو ملي اکاډمۍ په تالار کې جوړ کړ.
په دې مراسمو کې د مستوفیتونو د همغږۍ او انسجام رئیس مفتي عبدالغفار سلیم، د مالي او حسابي ریاست د محاسبې آمر حافظ آقا محمد ابونصیب، د کارکوونکو چارو ریاست د روزنې او ظرفیت لوړونې آمر مفتي عبدالوهاب عابد او یو شمېر نورو مسئولینو ګډون کړی وو.
د روزنې او وړتیا لوړونې آمر د دغه پروګرام د پرانیستې په مراسمو کې وویل، له هغو امکاناتو او فرصتونو څخه چې تاسو ته برابر شوي دي، اعظمي ګټه واخلئ او د مسلکي مهارتونو په ترلاسه کولو سره په عملي، صادقانه او مخلصانه توګه خدمت وکړئ. سربېره پر دې، د مسئولینو سپارښتنې په مستقیم ډول واورئ او د کار په ساحه کې یې عملي کړئ.
د مستوفیتونو د همغږۍ او انسجام رئیس وویل، هڅه وکړئ، له هغو زده ‌کړو څخه چې دلته مو ترلاسه کړې دي، شته ستونزې حل کړئ او د بیت‌المال ساتنه وکړئ. د اسلامي امارت د استازو په توګه هڅه وکړئ، چې د نظام په اړه د خلکو په ذهنونو کې ښه انځور پرېږدئ.
د مالي او حسابي ریاست د محاسبې آمر وویل، هغه دنده او بست چې تاسو یې ترلاسه کړئ، ستاسو په وړاندې امانت دی؛ هڅه وکړئ چې د دغه امانت حق په ښه توګه ادا کړئ. د امانت حق هغه مهال په سمه توګه ادا کېدای شي، چې په سپارل شویو دندو کې غفلت ونه کړئ.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS