د روان کال د مرغومي په میاشت کي د هیواد ګمرکي چارو (۱۵،۷) سلنه پرمختګ کړی دئ!

org_admin
Wed, Feb 12 2025 2:15 PM
...............


د سلواغې ۲۴مه ۱۴۰۳هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د روان (۱۴۰۳هـ.ل) کال د مرغومي په میاشت کي په ګمرکونو کي د ترسره سويو چارو د تخنیکي ارزوني ناسته پر لیکه او حضوري بڼه وسوه.
په پیل کي د ګمرکونو او عوایدو معین، د ګمرکي عوایدو د زیاتوالي، د مسئولینو او کارکوونکو ترمنځ د تجربو په شریکولو، د کارکوونکو د وړتیا لوړولو، د قاچاقي او ممنوعه توکو د مخنیوي، په دقیق ډول د خالي بار وړونکو موټرو د وزن معلومولو او د یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه د ولايتي ګمرکونو مسئولیتو ته لازمي سپارښتني وکړې.
ورپسې د ګمرکونو لوی ریاست د پلان جوړوني، پالیسۍ، څارني او ارزوني ریاست له لوري د روان (۱۴۰۳هـ.ل) کال د مرغومي په میاشت کي په ګمرکونو کي د تر سره سويو فعالیتونو ټولیز راپور وړاندي سو. په یاده موده کي د عوایدو د راټولېدو، د هیواد په ګمرکونو کي د ترسره سوي سوداګرۍ، د وارداتي توکو د ګمرکي ارزښت او د سوداګریزو محمولو د شمېر او ثبت سوي وزن په اړه بشپړ معلومات وړاندي سول، چي له مخي ئې د تېر کال د همدې مودې په پرتله، د ګمرکونو چاري (۱۵،۷) سلنه مثبتي وښودل سوې.
د وړاندي سوي راپور په تړاو هر اړخیز تخنیکي بحثونه وسول او د چارو د لا پرمختګ په موخه د ولایتي ګمرکونو د مسئولینو ستونزي او وړاندیزونه واورېدل سول، چي د رهبرۍ له لوري د ستونزو د حل ډاډ ورکړل سو او ورسره اړیني سپارښتني هم شریکي سوې.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS