یو شمېر ولايتونو مستوفيتونو ته نوي مستوفيان معرفي سول

admin_mof
Tue, Aug 29 2023 1:55 PM
خبر

د افغانستان اسلامي امارت د مالیې وزارت د ځانگړو وړانديزونو او حکمونو پر بنسټ د جوزجان، فاریاب، کاپيسا، سرپل، بغلان، کندوز، تخار او بدخشان، ولایتونو لپاره نوي مستوفيان معرفي سول.
د عوایدو لوی ریاست د رهبرۍ (د عوایدو لوی رئیس شېر محمد مشفق، حمایوي مرستیال حافظ شاه حسین حسیني، د عواید د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ رئیس نداء محمد صدیقي) له لوري د یوه رسمي سفر په ترڅ کي په پرلپسې ډول ښاغلی مولوي محمد صادق حکیمي د بغلان ولايت، ښاغلی الحاج مولوي محمد رفيق فاروقي د تخار ولايت، ښاغلی مولوي محمد دين حق نواز د جوزجان ولايت، مولوي عبدالخالق حقاني د کاپيسا ولایت، ښاغلی مولوي همراه قل سبحاني (حمیدالله) د سرپل ولايت، ښاغلی محمد رحیم ندیم د بدخشان ولایت، ښاغلی مولوي احمد گل حامد د فارياب ولايت او ښاغلی ملا عبد الوارث عتیق آخند د کندوز ولايت لپاره د نويو مستوفيانو په توګه د اړوندو ادارو کارکوونکو ته ور وپېژندل سول.
د يادوني وړ ده، چي په مستوفيتونو کي دغه تغييرات او تبديلات د چارو د ښه والي په موخه ترسره کېږي او تر دې وړاندي هم په ځينو ولايتونو کي ورته تغييرات او تبديلات ترسره سوي وه.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS