د مالیې وزارت او عامې روغتیا وزارت ترمنځ د مالي اصلاحاتو پلي کولو ګډ هوکړه لاسلیک

admin_mof
Wed, Mar 03 2021 8:30 AM
خبر

د مالیې وزارت مالي مرستیال ښاغلي عبدالحبیب ځدراڼ او د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال ښاغلي محمد بشیر نورمل، ترمنځ د کب میاشتې په ۱۲ مه نېټه د مالي اصلاحاتو پلي کولو او غوره کړنو په موخه ګډ هوکړه لیک دواړو ادارو د یو شمېر کارکوونکو په حضور کې لاسلیک شو.

دغه پروګرام د اصلاحاتو، مالي جوړښتونو او عامه لګښتونو د مدیریت په چارو کې یو بریالی پروګرام ګڼل کېږي. د مالي اصلاحاتو او کړنلارو ښه کولو پروګرام به د ملي او بین المللي کارپوهانو له خوا له تحلیل او ارزونې وروسته د عامې روغتیا په وزارت کې نور هم وغځېږي، چې د دې وزارت د عامه مالي مدیریت او عملکر سیستم د کمزورۍ او قوت ټکي د عامه لګښتونو او مالي حساب ورکړي (PEFA) د چوکاټ پر بنسټ و ارزول شي او د مالي خطرونو پېژندنه یې وشي.

د افغانستان حکومت په لټه کې دی، چې د عامه مالي سرچینو د مدیریت په موخه د مالي اصلاحاتو پروګرام نورو وزارتونو ته هم وغځوي، چې په لومړي ګام کې کېدای شي دغه پروګرام د یوې ځانګړې مېتولوژۍ له مخې په هغو وزارتونو او بنسټونو کې متمرکز شي، چې د پام وړ تخصیص شوې بودیجه او د عوایدو راټولېدو وړتیا ولري. په دې سربېره هغه ډله بنسټونه چې د پام وړ خدمتونو وړاندي کولو مسؤلیت پرغاړه لري هم په دې پروګرام کې شاملېږي.

دا مهال دغه پروګرام د مالیې، کانونوـ پطرولیم او پوهنې وزارتونو، د ملي تدارکاتو او د پلټنې عالي ادارې له لوري پلي کیږي، چې یاد بنسټونه د دغو پروګرامونو د پلي کولو لګښت د افغانستان د عملکرد معلوماتي سیستم مدیریت APMIS له لارې په انلاین توګه مدیریت کوي. د افغانستان د عملکرد معلوماتي سیستم د سیمې په کچه یو پرمختللی سیستم دی چې د افغان کارپوهانو او تخنیکي کارکونکو په نوښت په نړیوالو معیارونو برابر جوړ شوی.

خبر

دغه سیستم د پالیسیو د عملي کېدو او د الکترونکي حکومتولۍ د رامنځ ته کېدو او د حساب ورکولو په اړه د شویو ژمنو د عملي کېدو په موخه رامنځ ته شوی دی.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS