د ګمرکونو لوی ریاست اداري ناسته وسوه!

د تلي لومړۍ ۱۴۰۴هـ.ل
د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد په مشرۍ د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د (۱۴۰۴هـ.ل) کال نهمه اداري ناسته په دغه ریاست کي وسوه.
د ناستي ګډونوال د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي او عملیاتي مرستیالان، رئیسان او یو شمېر آمرین ول.
ګډونوالو د صادراتي، وارداتي او ټرانزيټي توکو په ګمرکي طی مراحلو کي پر شته ستونزو او حل لارو، د یو شمېر سوداګریزو شرکتونو او صنعتکارانو د غوښتنو او ستونزو پر حلولو، د یاد ریاست د مرکزي او ولایتي ادارو د ورځنیو چارو په لا ښه کولو، په ولایتي ګمرکونو کي د یو شمېر پراختیایي پروژو پر پلي کولو او یو شمېر نورو موضوعاتو خبري وکړې او لازم تصامیم ئې ونیول.