د خزاینو عمومي ریاست
د دولت پولي اجرااتو د ښه لګښتونو څخه په ګټې اخیستنې د ادارو د حواله جاتو اجرا کول، مرستې، پورونه او نورې مهمې دندې چې لاندې یادې شوي دي د مالیې وزارت د خزاینو لوی ریاست د مهمو دندو څخه شمېرل کیږي.
همدا شان د خزاینو لوی ریاست دنده لري چې د بودیجوي چارو او مالي مسایلو د اجرا لپاره مقررې، پروسیجرونه او لارښود چمتو کړي تر څو په دې برخه کې لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته شي.
په لنډ ډول د خزاینو لوی ریاست دندې په لاندې ډول دي.
د نقدي چارو اداره کول
د دولت بانکي حسابونو اداره کول
محاسبه او راپور ورکول
د پلان طرح و پیسو دوران وړاندوینه
د بانکي حسابونو د تادیاتو اجرا او د دولت عوایدو اجرا کول
د پورونو او د دولت د تضمیناتو اداره کول
د بهرنیو مرستو او د نړیوالو تمویلونکو هیوادونو د وجوې اداره کول
د خزاینو عمومی ریاست ویب پاڼه
وروستی خبرتیاوينور دلته
د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!
د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .