د روغتیايي سکټور استازو ته د مالیاتي پروسې په تړاو د پوهاوي سیمینار جوړ سو!

syllab_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۹ - ۱۶:۶
.......

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست، د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ د غونډو په تالار کي د روغتیا سکټور استازو ته د مالیاتي پروسې په اړه د یوې ناستي په ترڅ کي د پوهاوي یو ورځنی سیمینار جوړ کړ.
په دې ناسته کي د عوايدو لوی رئيس مولوي حافظ شاه حسين حسيني، د عوايدو لوی رياست د حقوقي خدمتونو او پاليسۍ رئیس مولوي ندا محمد صديقي او د روغتيا سکټور استازو ګډون کړى وو.
د عوايدو لوی رئيس مولوي حافظ شاه حسين حسيني د دغه سيمينار په پرانیستې وينا کي وويل، چي د روغتيا په برخه کي د اسانتياوو رامنځته کول او د هغوى د ستونزو هوارول د اسلامي امارت له لومړيتوبونو څخه دي. د روغتیا سکټور انتفاعي مالیه له (۴) سلني څخه (۳) سلني ته راټیټول هم یو له دغو اسانتیاوو څخه شمېرل کېږي. همدارنګه هغه روغتونونه، چي تازه خپل فعالیت پیلوي په لومړي کال کي له هغوی څخه انتفاعي مالیه نه اخیستل کېږي. د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس د روغتیا سکټور له استازو څخه وغوښتل، چي له مالیاتي ادارو او اړو کسانو سره خپلي همکارۍ ونه سپموي.
د عوايدو لوی رياست د حقوقي خدمتونو او پاليسۍ رئيس مولوي ندا محمد صديقي وويل، چي د عوايدو لوی رياست عدالت ته په کتو د مالیاتو پلي کولو ته ژمن دئ او د مالیه ورکوونکو د حقونو د تأمین په برخه کي ئې پوره هڅه کړې. دا ډول روزنیز سیمینارونه د مالیاتي ادارو او مالیه ورکوونکو ترمنځ د افهام او تفهیم یوه غوره وسیله ده او د هغوی د مالیاتي اطاعت پذیرۍ او د عدالت اصل د پلي کولو په برخه کي مهم رول لوبوي. نوموړي د روغتیا سکټور له استازو څخه وغوښتل، چي د خپلو لګښتونو او حقیقي عوایدو په درج کولو سره دي د شفافیت په رامنځته کولو او د عوایدي تېښتي د مخنیوي په برخو کي اړیني همکارۍ وکړي.
په پای کي د عوایدو لوی ریاست مسئولینو د روغتیا سکټور استازو ته د مالیاتو، مالیاتو د ډولونو، مالیاتي پروسې، طرزالعملونو، مالیاتي نورمونو، لوایحو، اظهارنامو او د دغه ریاست د موخو په تړاو هر اړخیز معلومات وړاندي کړل او د ګډونوالو پوښتني هم ځواب سوې.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۶:۴۳
Background image

د هرات ولایت لپاره نوی مستوفي معرفي شو

د غویي ۲۳مه۱۴۰۵ هـ.ل
د عاليقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم پر اساس مولوي محمد عادل اکرام، چې د هرات مستوفیت لپاره د نوي مستوفي په توګه ټاکل شوی وو، نن د عوایدو او ګمرکونو معین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۲۳
Background image

د فراه ولایت لپاره نوی مستوفي معرفي شو

د غویي ۲۲مه۱۴۰۵ هـ.ل
د عاليقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم پر اساس، حاجي نعمت الله مغیره، چې د فراه مستوفیت لپاره د نوي مستوفي په توګه ټاکل شوی وو، د عوایدو او ګمرکونو معین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۱۵
Background image

د چارو د لا همغږۍ او پرمختګ په موخه د اداري معینیت د رهبرۍ څلورمه ناسته وشوه

د غویي ۲۲مه۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د اداري معین مولوي دوست محمد مخلص په مشرۍ، په روان (۱۴۴۷) هـ ق کال کې د اداري معینیت د رهبرۍ څلورمه ناسته د اړوندو رئیسانو په ګډون د دغه معینیت د. . .

BACK TO NEWS