د عوایدو لوی ریاست اړوند د بررسۍ ریاست کارکوونکو ته روزنیز پروګرام جوړ سو!

syllab_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۸ - ۱۲:۱
............

 

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له تدریسي پلان سره سم د دغه وزارت د عوایدو لوی ریاست اړوند د بررسۍ ریاست (۴۰) تنو کارکوونکو ته روزنیز پروګرام جوړ کړ.
په دغه غونډه کي د عوايدو لوی رياست عملياتي مرستيال حافظ خليل احمد ابو احسان، د بشري سرچينو رئيس مولوي احمدشاه شاکر، د عوايدو لوی رياست د بررسۍ رئيس انجنير خان محمد ذاکر او يو شمېر نورو مسؤلينو ګډون کړی وو.
د عوايدو لوی رياست عملياتي مرستيال حافظ خليل احمد ابو احسان د دغه پروګرام په پرانیستي وينا کي وويل، چي د اسلامي امارت زړه سواندو مشرانو تاسي د خلکو د خدمت او د هغوی د ستونزو د حل په موخه ټاکلي یاست؛ نو د همدې اسلامي نظام د بقا لپاره، د مسلکي پوهي د ترلاسه کولو او د وړتیا لوړولو سربېره هڅه وکړئ، چي د مادياتو پر ځای معنویاتو ته لومړیتوب ورکړئ او خپلي دندې په پوره صداقت، ژمنتیا او ایماندارۍ پرمخ یوسئ.
د بشري سرچینو رئیس مولوي احمدشاه شاکر په خپلو خبرو کي وویل، چي وړتیا لوړونه او د پوهاوي لوړول ستاسي له مهمو مسؤلیتونو څخه شمېرل کېږي، هڅه وکړئ، چي له دې پروګرام څخه په استفادې خپلي وړتیاوي لوړي او خپل اداري، دیني او ایمانی مسؤلیت ادا کړئ.
په پای کي د (بررسي او خدماتو د عرضې) تر نامه لاندي د تېري روزنیزي دورې (۱۲۸) تنو فارغینو ته تصدیق پاڼي ورکړل سوې او پروګرام د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېد.
د یادوني وړ ده، چي دغه پروګرام درې اوونۍ دوام لري او ګډونوالو ته پکښي مالیاتي قوانین، مالیاتي طرزالعملونه او سیسټمونه (سيګتاس او اي فایلینګ) په عملي او نظري بڼه تدریسېږي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۴:۳۲
Background image

د بدخشان مستوفیت کارکوونکو ته روزنیز پروګرام پیل شو

د چنګاښ ۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیي وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له تدریسي پلان سره سم د بدخشان مستوفیت کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې او مسلکي کولو ترعنوان لاندې روزنیز پروګرام پيل شو.
پ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو ترمنځ د همغږۍ ناسته وشوه

د چنګاښ ۹مه ١٤٠٥ هـ.ل
 
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د دغه معینیت د اړوندو ریاستونو د رئیسانو او مسئولینو په ګډون د (۱۴۴۸)هـ.ق کال د همغږۍ. . .

BACK TO NEWS