د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ په ۱۴۰۲ کال کي سلګونو کارکوونکو ته روزنه ورکړې ده!

syllab_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۸ - ۱۲:۳۷
.............

 

د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ په (۱۴۰۲ هـ.ل) کال کي د مالیې وزارت په شمول د پلټني عالي ادارې او د درنو جرمونو پر وړاندي د مبارزې ریاست د کارکوونکو، مالیاتي محاسبینو او ملي سوداګرو ته په اړوندو برخو کي روزنیز پروګرامونه وړاندي کړي او د دوی د وړتیا لوړولو لپاره ئې له مسلکي روزونکو ګټه اخیستې.
دغه روزنیزو پروګرامونه د ګمرکونو نړیوال سازمان(WCO) او سوداګرۍ نړیوال سازمان(WTO)  د معیارونو مطابق او د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ د نوي ټکنالوژۍ او د ځینو هیوادونو د بریالیو تجربو په رڼا کي پلي سوي دي او همدا رنګه ئې د ګمرکونو کارکوونکو ته د کورنیو زده کړو سربېره له هيواده بهر هم د زده کړو زمینه برابره کړې ده.
دغي اکاډمۍ په (۱۴۰۲هـ.ل) کال کي د مالیې وزارت د مرکزي او ولایتي ادارو کارکوونکو ته د شته امکاناتو، مجربو ټرېنرانو او پرمختللو وسایلو په مټ پر نړیوالو معیارونو برابر د (۲۳) روزنیزو پروګرامونو په لړ کي (۹۶۵) تنو کارکوونکو ته په اړوندو برخو کي مسلکي روزنه ورکړې ده.
یادي اکاډمۍ د خپل تدریسي پلان د عملي کولو تر څنګ، په همدې کال کي د عوایدو لوی ریاست، د بشري سرچینو ریاست، د امارتي شرکتونو، د ساتني او ځانګړو عملیاتو تنفیذي قطعې او د پلټني له عالي ادارې سره د (۱۶) روزنیزو پروګرامونو په وړاندي کولو کي مرسته کړې، چي (۷۳۸) کارکوونکو ته ئې پکښي په بېلابېلو برخو کي په معیاري ډول روزنه ورکړې او هم ئې د یادو ادارو (۵۱۵) تنو ته د ازادو سیالیو له لاري د ازموینو اخیستلو زمینه برابره کړې ده.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۰:۲۰
Background image

په تېرو دوو اوونیو کي د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي

د لېندۍ ۳۰مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو په تېرو دوو اوونیو کي د کندهار، نیمروز، فراه، کندوز او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سيمو کي په زیاته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۴۰
Background image

د مالیه ورکوونکو د شکایتونو اورېدلو ریاست د مالیه ورکوونکو ۲۷ شکایتونه څېړلي دي

د لېندۍ ۲۷مه ١٤٠٤هـ.ل

د مالیې وزارت د مالیه ورکوونکو د شکایتونو اورېدلو ریاست د عقرب په میاشت کي د مالیه ورکوونکو له خوا (۲۹) شکایتونه ترلاسه کړي دي، چي له دې جملې څخه (۲۷) قضیې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۲
Background image

د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کي څلور بابه هنګرونه جوړ او ګټي اخیستني ته وسپارل سول!

د لېندۍ ۲۷مه ١٤٠٤هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د هرات ولایت د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کي د (۷۸،۷) میلیونه افغانیو په ارزښت څلور بابه هنګرونه جوړ او ګټي اخیستني ته. . .

BACK TO NEWS