د نیمروز ګمرک د ګرځنده څارني کارکوونکو بېلابیل قاچاقي توکي نیولي دي!
د نیمروز ګمرک د ګرځنده څارني کارکوونکو د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کي وارداتي قاچاقي توکي کشف او نیولي دي.
په دې نیول سوو توکو کي (۹۷۲۸) کیلو ګرامه ککو، لواشک او شات، (۱۰۲۰) کیلو ګرامه انساني درمل، (۲۴۰۰) کیلو ګرامه رُب، (۲۴۰) کیلو ګرامه لوبیا او (۶۸۶) کیلو ګرامه رخت شامل دي.
نیول سوي توکي د نورو اجراآتو لپاره د نیمروز ګمرک ته سپارل سوي او تورن کسان به اړوندو پلټونکو ادارو ته ور وپېژندل سي.
