د فراه ولایت د ابونصر فراهي په ګمرک کي د ۳۴ میلیونه افغانیو په ارزښت رغنيزي چاري پیل سوې
د ګمرکونو لوی ریاست د فراه ولایت د ابونصر فراهي په ګمرک کي د (۳۴) میلیونه افغانیو په ارزښت د سوداګریزو توکو د خوندي ساتلو او سوداګرو ته د سانتیاوو رامنځته کولو په موخه د دوه بابه هنګرونو او د یاد ګمرک د ټاورونو د جوړېدو چاري پیل کړې.
د یادي پروژې په پرانېست غونډه کي د ابونصر فراهي ګمرک د مسؤلینو تر څنګ د فراه ولایت مقام، د دې ولایت د ښارجوړوني ریاست او د سوداګرۍ خوني استازو ګډون کړی وو.
د یادوني وړ ده، چي د یادي پروژې بودیجه د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه تمویلېږي، چي چاري به ئې د یوه کال په موده کي بشپړي سي.
