د گمرکونو او عوایدو معین او د عوایدو لوی ریاست رهبرۍ د کانونو او پټرولیم وزارت له اداري او مالي معین سره وليدل
د ماليې وزارت د گمرکونو او عوایدو معین الحاج مولوي عبدالقاهر ادریس او د دغه وزارت د عوایدو لوی ریاست حمایوي مرستیال حافظ مولوي شاه حسین حسیني، چي د غیرمالیاتي عوایدو ریاست مسؤلینو هم حضور درلود، د کانونو او پټرولیم وزارت له اداري او مالي معین مولوي حسام الدین صابري او د دغه وزارت د عوایدو د تنظیم رئيس محمد رسول عقاب سره د گمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کي ولیدل.
په دغه ناسته کي د کانونو او پټرولیم وزارت د عوایدو د ښه والي په برخه کي د شته ستونزو، عایداتي فرصتونو او د عوایدو د راټولولو پر وضعیت هر اړخيز بحث او خبري وکړې.
د مالیې وزارت د گمرکونو او عوایدو معین د ټولو امارتي ادارو د عوایدو د وضعیت د ښه والي په پار د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو په برخه کي د چمتووالي ډاډ څرگند کړ.
