خپل هيواد خپل تولید ملي نندارتون  د افغانستان اقتصادي ودې ته غوره ګام

admin_mof
دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۱ - ۱۴:۵۴
خبر

د هیواد په کچه د هیواد د دولتي او خصوصي شرکتونو او لاسي صنایع د تولیداتو او سوداګریزو توکو ستر نندارتون د کابل په انټرکانټینینټال هوټل کي د هیوادوالو په پراخ ګډون او تود هر کلي پرانستل سو. په دغه نندارتون کي چي د دولتي لوړ پوړو چارواکو په ګډون د کابل او شاوخوا ولایتونو اوسېدونکو ګډون کړی وو، د هیواد په کچه د دولتي او خصوصي تولیدي او سوداګریزو شرکتونو او لاسي صنایعو بېلابېل تولیدي او سوداګریز توکي نندارې ته وړاندي سول، چي موخه یې د کورنیو تولیداتو د پېر او پلور رواجول او دغه تولیداتو ته په نړیواله او سیمه ایزه کچه د بازار موندنې ښوودل وو. په دغه نندارتون کي د مالیې وزارت د دولتي شرکتونو اړوند (سپین زر، د صکوکو مطبعې او ضرابخانې، د کابل سیلو، افسوتر ټرانسپورټي، د لاسي صنایعو او افغان کارټ دولتي شرکتونو) هم ګډون کړی، چي هر شرکت خپل تولیدات، فعالیتونه او د خدمتونو بېلګي ننداري ته وړاندي کړي. 

د صکوکو مطبعې او ضرابخانې دولتي شرکت: دغه شرکت چي له یوې پېړۍ را پدېخوا د چاپ او حک په برخه کي فعالیتونه ترسره کوي او (د پاسپورټ، پلېټ نمبر، ټاپې او رابړي، لایزري او ډبریزې ټاپې، مهرونو، مډالونو، دولتي نښانونو، کانکور پاڼو، خوندي او غیر خوندي سندونو، امنیتي نښو، ګمرکي نښو او سندونو، سټکرونو او په لاس جوړو سوو مسکوکاتو د چاپ او پرینټ په برخه کي فعالیت ترسره کوي.

سپین زر دولتي شرکت: سپین زر دولتي شرکت هم په مالیې وزارت پوري اړه لري، چي د کاغذي دستمال، تشناب کاغذ، د زغري غوړي او پنبې دانې غوړيو د تولید په برخه کي مخکښ رول لري او د هیواد په کچه د ښه کیفیت لرونکي تولیدات لري.

د کابل سیلو: د کابل سیلو که څه هم اوس مهال له کومي دولتي ادارې سره د ډوډۍ ورکولو کومه رسمي هوکړه نه لري، خو د دوه ډوله ډوډۍ، ۳ ډوله ناشتو، بېلابېل ډوله کلچو، بېلابېل ډوله کیک او د کنځلو د ناشتو تولید په برخه کي غوره والی لري او له کلونو ځنډ وروسته یې یو ځل بیا د خپل فعالیت لمن پراخه کړې، چي په ورځني ډول تر ۴ ټنه پوري تولیدات او پلور لري، چي د خوراکي توکو د تولید بازار یې یوازي د کابل تر ښاره را محدود دئ.

خبر

افسوتر ټرانسپورټي دولتي شرکت: دغه شرکت د هیواد په کچه ټرانسپورټي دولتي شرکت دئ، چي د سترو او کوچنیو بار وړونکو موټرو په لرلو سره له هیواد څخه بهر او د هیواد دننه د سوداګریزو توکو د لېږد او را لېږد په موخه د هیوادوالو چوپړتیا کوي. 

د لاسي صنایعو دولتي شرکت: د افغانستان د لاسي صنایعو دولتي شرکت، چي په (۱۳۴۵ل) کال کي تاسیس سوی، د غالیو، ګیلم، فرشونو، شیشه ګرۍ، منبت کارۍ، میناکارۍ، سفالونو، د لرګینو او ربړینو بېلابېلو لاسي صنایعو په برخه کي فعالیت کوي، د اسلامي امارت له واکمنېدو سره سم د مالیې وزارت د ځانګړې پاملرني له مخي د کوچنیو تشبثاتو د پراختیا او توسعه په ځانګړي ډول لاسي صنایعو برخه کي هیله مندي داده، چي د افغانستان لاسي صنایع به په کور دننه او نړیوال بازارونو کي وځلېږي.

خبر

په پای کي باید ووایوو چي د کورنیو تولیداتو د رواجولو او نندارې ته وړاندي کولو نندارتونونه، چي هیوادوالو ته هیلي ورکوي، په تېرو دوو اونیو کي دویم ځل دئ، چي ترسره کيږي او په دې برخه کي د اسلامي امارت موخه دا ده، تر څو د خپل هیواد د تولیداتو لپاره په کور دننه او بهر بازار وموندل سي او د هیواد د تولید او لاسي صنایعو برخه پیاوړې سي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۲:۳۸
Background image

د مالیې وزیر د عزیزي ګروپ له استازو سره وکتل

د کب ۲۶مه ۱۴۰۴ه۔ل

د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند د دغه وزارت په مقام کي د عزیزي ګروپ له استازو سره وليدل. 
د دې لیدني په ترڅ کي د دواړو لوریو ترمنځ د غوره همغږۍ په موخه د عزیزي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۵۰
Background image

په ۱۴۰۴ کال کي د هیواد ګمرکي چارو (۱۲) سلنه پرمختګ کړی دئ

د کب۲۶مه ۱۴۰۴هـ.ل 
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد په مشرۍ د روان (۱۴۰۴) هـ.ل کال کي په ګمرکونو کي د ترسره سويو چارو د تخنیکي ارزوني ناسته پر لیکه او حضوري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۳:۹
Background image

د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د دې وزارت له کارکونکو څخه دیني او عقیدوي ازموینه ترسره سوه

د کب۲۰ مه، ۱۴۰۴ هـ.ل
د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست، د امر بالمعرف، نهی عن المنکر او د شکایتونو آوریدلو د مقام د حکم پر بنسټ، د دې وزارت له کارکونکو څخه د کارکونکو د دینی زدکړو د. . .

BACK TO NEWS