افغانستان د منځنۍ او جنوبي آسیا د وصل په نقطه بدلېږي

سره له دې، چي افغانستان د نړۍ په وچه کي پروت هېواد دی؛ خو بیا یې هم اقتصادي موقعیت (جیو ایکانمیک) داسي دئ، چي د یو ځواکمن او خپلواک حکومت په درلودلو سره د منځنۍ او جنوبي آسیا تر منځه د وصل نقطه ګرځي.
د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره د افغانستان له خاوري بهرني ترانزیټ کي د تیر په پرتله د پام وړ زیاتوالی راغلی، چي له دې سره به افغانستان ورو - ورو د سيمي د اتصال په مرکز بدل سي.
د تېر نظام په وروستیو (۹) میاشتو کي (۱۳۲۸۲) ترانزیټي محمولې د افغانستان له خاوري څخه تېري سوي وې، خو د نوي نظام په وروستیو (۹) میاشتو يعني د۱۴۰۰ کال د سنبلې میاشتي څخه د (۱۴۰۱ل) کال د ثور میاشتي پوري (۲۶۷۲۳) ټرانزیټي محمولې تیري سوي دي، چي د تیر په پرتله دوه برابره زیاتولی ښیي او د یادو محمولو د ټرانزیټ فيس څخه ۳۶۱ میلیونه افغانۍ عواید بیت المال ته جمع سوي، همدارنګه په زرهاوو خلکو ته د کار زمينه هم برابره سوې ده. ( ازبکستان، ایران، پاکستان، تاجکستان او ترکمنستان) هغه هيوادونه دي چي د افغانستان له خاوري ټرانزیت ورته سوی دئ.
دا د دې ښکارندوی دئ، چي د مالیې وزارت مسولینو په کاري پړاوونو کي اسانتیاوو، د فساد سره د مبارزې او د هيواد اقتصادي ځان بسیایني ته ځانګړې پاملرنه کوي.