افغانستان د منځنۍ او جنوبي آسیا د وصل په نقطه بدلېږي

admin_mof
Wed, Jun 15 2022 11:06 AM
خبر

سره له دې، چي افغانستان د نړۍ په وچه کي پروت هېواد دی؛ خو بیا یې هم  اقتصادي موقعیت (جیو ایکانمیک) داسي دئ، چي د یو ځواکمن او خپلواک حکومت په درلودلو سره د منځنۍ او جنوبي آسیا تر منځه د وصل نقطه ګرځي.

د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره د افغانستان له خاوري بهرني ترانزیټ کي د تیر په پرتله د پام وړ زیاتوالی راغلی، چي له دې سره به افغانستان ورو - ورو د سيمي د اتصال په مرکز بدل سي.

 د تېر نظام په وروستیو (۹) میاشتو کي (۱۳۲۸۲) ترانزیټي محمولې د افغانستان له خاوري څخه تېري سوي وې، خو د نوي نظام په وروستیو (۹) میاشتو يعني د۱۴۰۰  کال د سنبلې میاشتي څخه د (۱۴۰۱ل) کال د ثور میاشتي پوري (۲۶۷۲۳) ټرانزیټي محمولې تیري سوي دي، چي د تیر په پرتله دوه برابره زیاتولی ښیي او د یادو محمولو د ټرانزیټ فيس څخه ۳۶۱ میلیونه افغانۍ عواید بیت المال ته جمع سوي، همدارنګه په زرهاوو خلکو ته د کار زمينه هم برابره سوې ده. ( ازبکستان، ایران، پاکستان، تاجکستان او ترکمنستان) هغه هيوادونه دي چي د افغانستان له خاوري ټرانزیت ورته سوی دئ.

دا د دې ښکارندوی دئ، چي د مالیې وزارت مسولینو په کاري پړاوونو کي اسانتیاوو، د فساد سره د مبارزې او د هيواد اقتصادي ځان بسیایني ته ځانګړې پاملرنه کوي.

Latest news

Sun, Jun 29 2025 2:09 PM
Background image

MoF Leads 5 Key IEA – Ministers, 6 Other Bodies for Important Decisions on Tariffs of Numerous Items to Promote Domestic Industry!

 

MoF Leads 5 Key IEA – Ministers, 6 Other Bodies for Important Decisions on Tariffs of Numerous Items to Promote Domestic Industry

 

The third meeting of the ‘Tariff Committee’ for. . .

Thu, May 29 2025 10:37 AM
Background image

MoF’s Statement: World Bank Disburses Its Outstanding $50 mln Loans!

As a result of continuous communication process and discussions on behalf of MoF with the representatives of World Bank (WB), the WB has opened its office in Kabul, and it is now fully. . .

Sun, Apr 13 2025 3:01 PM
Background image

Deputy Minister of Policy of MoF Discusses Bilateral Economic Cooperation with Iranian Delegation!

Deputy Minister of Policy of MoF Discusses Bilateral Economic Cooperation with Iranian Delegation

•    Eng. SM Zubair and M. Reza Nazari emphasized for strengthening bilateral economic. . .

BACK TO NEWS