د مالیې وزارت سرپرست د طورخم له ګمرک او ټرانزیټې چارو څخه لیدنه وکړه
د مالیې وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري، تېره ورځ د افغانستان اسلامي دولت د رئیس الوزراء له لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر، سره په ملتیا طورخم ته سفر وکړ او هلته یې له ګمرک چارو او د ټرانزیټ له مسؤلینو سره له نږدې لیدنه او خبرې وکړې.
د مالیې وزارت سرپرست، په دې لیدنه کي د طورخم ګمرک، ګمرکي چارو، دوه اړخیزه ټرانزیټ او د مسافرینو د تګ راتګ لیدنه وکړه، ترڅنګ یې اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چي له اصولو او مقرراتو سره سم له مراجعینو او مسافرینو سره نېک او غوره چلند وکړي، د ګمرک د شتمنیو او جایدادونو دې په کلکه ساتنه وکړي او د خدمتونو په وړاندې کولو کي دې سوداګرو او مراجعینو ته غوره اسانتیاوې رامنځته کړي.
همدا شان د مالیې وزارت سرپرست، د سیمې د مسؤلینو، مسافرینو او سوداګرو ستونزې او وړاندېزونه واورېدل او ژمنه یې ورسره وکړه، چي د دوی ستونزې به له لوړ پوړو چارواکو سره شریکوي ترڅو شته ستونزې هوارې او د امکاناتو او قوانینو په چوکاټ کي د حل لارې ورته ولټوي.
د یادونې وړده، چې د مالیې وزارت سرپرست، مسافرینو او په ځانګړي ډول د ښځینه وو لپاره د اوداسه، لمانځه او تم ځای د جوړو شویو ځایونو پرانیستنه وکړه او ګټې اخیستنې ته یې و سپارل.
