د مالیې وزارت سرپرست د کونړ له والي سره ولیدل

د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، د کونړ له والي محمد اقبال سعید، سره د مالیې په وزارت کې ولیدل. په دې لیدنه کې دواړو لوریو د کونړ له نواپاس څخه د پاکستان تر باجوړ پورې د ۱۵ کیلومټره سړک په رغولو، د کونړ ولایت د لرګیو د قاچاق په مخنیوي چې ونې یې پخوا پرې شوي وې، د ۱۳۹۹ مالي کال په پلان کې شاملو یو شمېر پروژو چې د ۱۴۰۰ مالي کال په پلان کې نه وې، د پېچ درې سړک په جوړولو چې کونړ له نورستان سره نښلوي، په اسعد اباد کې د یو باب ښوونځي او د کونړ د ولایت مقام مېلمستون په جوړولو او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو په تړاو خبرې او د نظرونو تبادله وکړه. د مالیې وزارت سرپرست، د کونړ له والي سره ژمنه وکړه، چې د هیواد نافذه قوانینو او مالي امکاناتو ته په کتو به یې یادې موضوع ګانې په پام کې ونیسي او رسېدنه به ورته وشي.