د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیال د افغانستان لپاره د انګلستان سفارت د همکاریو برخې له مسئول او د امریکا سفارت له چارواکو سره په جلا ډول وکتل
د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیال ښاغلي نذیر کبیري نن د کب میاشتې په ۱۱ مه نېټه د افغانستان لپاره د انګلستان سفارت د همکاریو برخې له مسئول (پخوانی DFID ) ښاغلي پیتر فرناندیز کارډي او په کابل کې د امریکا متحده ایالتونو د مالیې وزارت اتشې ښاغلي چیس لوباک سره په جلا ډول په مالیې وزارت کې وکتل.
په دې لیدنو کې چې د مالیې وزارت لوړ پوړو چارواکو هم شتون درلود، د انګلستان سفارت د همکاریو برخې له مسئول سره په لیدنه کې ښاغلي فرناندیز کاردي له افغانستان سره د UK/DFID له ملاتړ څخه ډاډ ورکړ او وویل چې هیواد به یې په اوږد مهاله کې د افغانستان یو له مهمو نړیوالو شریکانو څخه پاتې شي.
همداشان د امریکا سفارت د اقتصادي برخې له مسئول سره په لیدنه کې دواړو لوریو د اقتصادي همکاریو په ودې او پراختیا، د اصلاحاتو پلي کولو او د افغانستان د سولې او پراختیا ملي چوکاټ په سند باندې بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
