د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست په افغانستان کې د امریکا متحده ایالتونو د سفیر له مرستیال سره د پیژندنې لیدنه وکړه
د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال، د وږې میاشتې په ۳۱ مه نېټه په افغانستان کې د امریکا متحده ایالتونو د سفیر له مرستیال ښاغلي سکاټ واین هولډ، سره د ویډیوکنفرانس له لارې د پیژندنې لیدنه وکړه.
په پیل کې د مالیې وزارت سرپرست، نوموړي ته د نوي ماموریت مبارکې ورکړه او په ور سپارل شویو چارو کې یې د بریا غوښتونکی شو. همدا راز د مالیې وزارت سرپرست، په بېلا بېلو برخو په ځانګړي توګه د کرونا له ناروغۍ سره د مبارزې په برخه کې د امریکا متحده ایالتونو له مرستو مننه او قدردانی وکړ. دواړو لوریو په دې لیدنه کې په راتلونکو پروګرامونو او پلانونو هم بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
په افغانستان کې د امریکا متحده ایالتونو د سفیر مرستیال، هیله وښووده چې د ماموریت په دوره کې به یې د دواړو هیوادونو اړیکې پیاوړي شي او له افغانستان سره یې د دې هیواد د دوامداره مرستو ډاډ ورکړ.
