په ګمرکونو کي د روان کال د مرغومي میاشتي د کړنو تخنیکي ارزونه وسوه

admin_mof
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۹ - ۱۵:۳۹
خبر

د روان کال مرغومي میاشت کي د ګمرکونو د وضعیت ارزوني په موخه تخنیکي ناسته د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ، د یاد ریاست د غونډو په تالار کي د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره سوه.

په دې ناسته کي چي د ګمرکونو لوی ریاست رئیسانو او اړوندو مسؤلینو ګډون درلود، په پیل کي د ګمرکونو لوی رئیس ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د ملي عوایدو د راټولېدو او سوداګرو ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو په برخو کي د ولایتي ګمرکونو د مسؤلینو صادقانه هڅي وستایلي.

نوموړي وویل، چي د هیواد په ټولو ګمرکونو کي د تعرفي او قیمت ګذارۍ برخي اجراات باید یو شان و اوسي او د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ته ئي سپارښتنه وکړه، چي د ګمرک د مسؤل او معاونینو ترمنځ همغږۍ لا زیاته سي.

ورپسې د ګمرکونو لوی ریاست د پلان جوړوني، پالیسۍ، څارني او ارزوني رئیس ښاغلي محمد وسیم عثمان له لوري په ګمرکونو کي د روان کال مرغومي میاشتي د تر سره سویو فعالیتونو په تړاو ټولیز راپور وړاندي سو او همدا راز په یاده موده کي د روان کال د لېندۍ میاشتي په پرتله د عوایدو راټولېدو، د هیواد په ټولو ګمرکونو کي تر سره سوې سوداګرۍ، د وارداتي توکو ګمرکي ارزښت او د سوداګریزو محمولو د شمېر او ثبت سوي وزن په اړه ناستي ته بشپړ معلومات وړاندي کړل او ګډونوالو خپلي ستونزي او وړاندیزونه له یوه بل سره شریک کړل.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۶:۴۳
Background image

د هرات ولایت لپاره نوی مستوفي معرفي شو

د غویي ۲۳مه۱۴۰۵ هـ.ل
د عاليقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم پر اساس مولوي محمد عادل اکرام، چې د هرات مستوفیت لپاره د نوي مستوفي په توګه ټاکل شوی وو، نن د عوایدو او ګمرکونو معین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۲۳
Background image

د فراه ولایت لپاره نوی مستوفي معرفي شو

د غویي ۲۲مه۱۴۰۵ هـ.ل
د عاليقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم پر اساس، حاجي نعمت الله مغیره، چې د فراه مستوفیت لپاره د نوي مستوفي په توګه ټاکل شوی وو، د عوایدو او ګمرکونو معین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۱۵
Background image

د چارو د لا همغږۍ او پرمختګ په موخه د اداري معینیت د رهبرۍ څلورمه ناسته وشوه

د غویي ۲۲مه۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د اداري معین مولوي دوست محمد مخلص په مشرۍ، په روان (۱۴۴۷) هـ ق کال کې د اداري معینیت د رهبرۍ څلورمه ناسته د اړوندو رئیسانو په ګډون د دغه معینیت د. . .

BACK TO NEWS