په پکتیکا ګمرک کي درې ټنه پوچکونه او مس نیول سوي دي

د پکتیکا ګمرک منسوبینو د اته بوجیو پوچکو (تولۍ) او یو اندازه مسو چي ټول وزن یې درې ټنه کېده او ګاونډي هیواد ته په قاچاقي توګه وړل کېدل ونیول. یاد قاچاقي توکي چي د ډبرو سکرو په بار وړونکي موټر کي ځای پر ځای سوي وو او غوښتل يې د انګور اډې له لاري په ناقانونه توګه ولېږدول سي ضبط سوي دي.
د یاودني وړ ده چي اوس مهال د هیواد په ټولو ګمرکونو کي د قاچاقو د مخنیوي او د ممنوعه توکو له وارداتو او صادراتو څخه جدي څارنه کيږي او په دې برخه کي ښې لاسته راوړني هم لري.
