مالیې وزارت د تخصیصاتو پروسې په طی مراحلو کي اړیني اسانتاوي رامنځته کړي دي!

syllab_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۱۳:۴
............

 

د ملي بودیجې لوی ریاست د (۱۴۰۲) مالي کال په وروستیو (۷) میاشتو کي د پرله پسې هڅو او خپل پلان ته په کتو، د کال د منځنۍ برخي بررسۍ د بوديجې سند د ترتیب، طی مراحلو او تکثیر ترڅنګ، توانېدلی، چي د افغانستان اسلامي امارت له پالیسۍ او لومړیتوبونو سره سم د (۱۴۰۳هـ.ش) مالي کال د بودیجې د سند مسوده په اغېزمنه توګه د پایلو پر بنسټ، د لومړیتوب ورکوني اصل ته په کتو د هيواد د مالي امکاناتو سره سم ترتیب او طی مراحل کړي او د توشېح لپاره ئې د اسلامي امارت مقام ته وړاندي کړي.
همدارنګه د امارتي شتمنیو په دوو مهمو برخو کي د عامه شتمنیو د ثبت پالیسي، د حفظ او مراقبت ریفورم او عملیاتي چاري پلي او د افغانستان د (۳۴) ولایتونو د اقتصادي پېژندګلوۍ د ترتیب د دقیق تحلیل شمېر، چي د احصائې اړوند د ولایتونو په مهمو برخو کي؛ لکه: د پوهني، زراعت، لوړو زده‌کړو، عامي روغتیا، اوبو او انرژۍ او ټولګټو په برخو د ولایتونو احصایه راټوله کړي.
د ملي بودیجې لوی ریاست د ورته بستونو د له منځه وړلو او د تشکیلاتي پاړسوب د مخنیوي په موخه د خپل ریاست د تشکیل بیاکتنه کړې او د بودیجې جوړوني د پروسې دوهم پړاو د برنامې پر بنسټ ئې په امتحاني ډول د (۵) ادارو (د عامي روغتیا، لوړو زده کړو، د کلیو د بیارغوني او پراختیا، د کرني او اوبو لګولو او پوهني وزارتونو) شاملول پيل کړي دي.
د تعدیلاتو د پلي کولو طرزالعمل ئې ترتیب او د تخصیص د ساده کولو پروسه ئې پیل کړې ده او یوه (۱۶پړاویزه) پروسه ئې (۹پړاویزي) پروسې ته را لنډه کړې ده، چي دغه کار د پروسې د چټکتیا او د وخت ضایع کېدو د مخنیوي لامل ګرځېدلی.
د بودیجې د ثبت او اجراء سربېره ئې، د ۲۱م باب عالي بودیجې تخصیصاتو (مالي پلان)، د بودیجوي واحدونو پراختیايي پروګرامونو ته ئې د مالي ظرفیت او د افغانستان اسلامي امارت د پالیسۍ او لومړبتوب ورکوني سره سم لومړیتوب ورکړی او د لویو ملي پروژو لکه (د آقینې اندخوی رېل پټلۍ پروژې او قوش تېپې کانال) د پیل، پلي کولو او ګټي اخیستني د پیل په بهیر کي اسانتیا رامنځته کړې او هڅه سوې، چي شفافیت او سپما په بشپړ ډول تأمین او د غیر ضروري لګښتونو مخنیوی وسي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۶:۴۳
Background image

د هرات ولایت لپاره نوی مستوفي معرفي شو

د غویي ۲۳مه۱۴۰۵ هـ.ل
د عاليقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم پر اساس مولوي محمد عادل اکرام، چې د هرات مستوفیت لپاره د نوي مستوفي په توګه ټاکل شوی وو، نن د عوایدو او ګمرکونو معین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۲۳
Background image

د فراه ولایت لپاره نوی مستوفي معرفي شو

د غویي ۲۲مه۱۴۰۵ هـ.ل
د عاليقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم پر اساس، حاجي نعمت الله مغیره، چې د فراه مستوفیت لپاره د نوي مستوفي په توګه ټاکل شوی وو، د عوایدو او ګمرکونو معین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۱۵
Background image

د چارو د لا همغږۍ او پرمختګ په موخه د اداري معینیت د رهبرۍ څلورمه ناسته وشوه

د غویي ۲۲مه۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د اداري معین مولوي دوست محمد مخلص په مشرۍ، په روان (۱۴۴۷) هـ ق کال کې د اداري معینیت د رهبرۍ څلورمه ناسته د اړوندو رئیسانو په ګډون د دغه معینیت د. . .

BACK TO NEWS