له پایداره پراختیایي موخو سر سم د افغانستان د سولې او پراختیا ملي چوکاټ پلي کول
د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیال نذیر کبیري او د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال محمد نبي سروش په ګډه مشرۍ، د افغانستان د سولې او پراختیا ملي چوکاټ دویم سند (ANPDF-II) او د پایداره پراختیایي موخو (SDGs) پلی کولو بهیر، چې د اړوندو بنسټونو رئیسانو هم پکي ګډون درلود، د (ANPDF-II) او (SDGs) موخو ګډې وجهې په تړاو د سند ترتیبولو پر بنسټ د جمهوري ریاست عالي مقام هدایت پلي کولو د همغږۍ ناسته د پالیسۍ معینیت د کنفرانسونو په خونه کې وشوه.
په دې ناسته کې د مالیې وزارت پالیسۍ مرستیال د افغانستان د سولې او پراختیا ملي چوکاټ دویم سند او د پایداره پراختیایي موخو د تطابق په تړاو خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د جمهوري ریاست د هدایت پلي کولو او پالیسۍ معینیت له همکارۍ ډاډ ورکړ.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، په دې برخه کې د دې وزارت کار کړنو ته په اشاره، د دواړو وزارتونو په ګډه همکارۍ د نوموړو موخو د بیا کتنې او د نورو ادارو د پراختیایي پلان په پام کې نیولو سره په دې مورد کې د سند ترتیبولو غوښتونکی شو.
په پای کې پرېکړه وشوه، چې د یاد سند د ترتیبولو په موخه دې د مالیې او اقتصاد وزارتونو ګډه کاري کمېټه جوړه شي.
