د ګمرکونو لوی رئیس نیمروز او فراه ولایتونو ته رسمي سفر وکړ!
د لېندۍ ۲۶مه ١٤٠٤هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد، چي نیمروز او فراه ولایتونو ته په رسمي سفر تللی هلته ته ئې د یادو ولایتونو له والیانو سره د لیدني تر څنګ له یو شمېر سوداګرو سره هم په جلا ډول وکتل.
د نیمروز او فراه ولایتونو له والیانو سره په لیدنه کي دواړو لوریو سوداګرو ته د لا اسانتیا پر رامنځته کېدو، د ګمرکي پروسو پر ساده کولو، په ګمرکونو کي د کاري وخت پر زیاتوالي، هیواد ته د معیاري او کیفیت لرونکو موادو پر واردولو، د قاچاقي توکو پر مخنیوي او یو شمېر نورو موضوعاتو بحث او خبري وکړې.
همدا شان د ګمرکونو لوی رئیس د نیمروز او فراه ولایتونو له یو شمېر سوداګرو سره په لیدنه کي د دوی سته ستونزي واورېدې، چي د ژر حل کېدو ډاډ ئې ورکړ.
د ګمرکونو لوی رئیس په دې سفر کي د یادو ګمرکونو له چارو څخه د لیدني تر څنګ مسؤلینو او کارکوونکو ته په اړوندو برخو کي اړیني سپارښتني هم وکړې.
د یادوني وړ ده، چي د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس د ګمرکونو له چارو څخه د ارزوني او له نږدې څخه د سوداګرو ستونزو د اورېدو په موخه بېلابېلو ولایتونو ته سفرونه کوي، چي د رسمي سفرونو دا لړۍ به په راتلونکي کي دوام ولري.
