د ګمرکونو لوی رئیس نیمروز او فراه ولایتونو ته رسمي سفر وکړ!

syllab_admin
Wed, Dec 17 2025 12:27 PM
...........

د لېندۍ ۲۶مه ١٤٠٤هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد، چي نیمروز او فراه ولایتونو ته په رسمي سفر  تللی هلته ته ئې د یادو ولایتونو له والیانو سره د لیدني تر څنګ له یو شمېر سوداګرو سره هم په جلا ډول وکتل.
د نیمروز او فراه ولایتونو له والیانو سره په لیدنه کي دواړو لوریو سوداګرو ته د لا اسانتیا پر رامنځته کېدو، د ګمرکي پروسو پر ساده کولو، په ګمرکونو کي د کاري وخت پر زیاتوالي، هیواد ته د معیاري او کیفیت لرونکو موادو پر واردولو، د قاچاقي توکو پر مخنیوي او یو شمېر نورو موضوعاتو بحث او خبري وکړې.
همدا شان د ګمرکونو لوی رئیس د نیمروز او فراه ولایتونو له یو شمېر سوداګرو سره په لیدنه کي د دوی سته ستونزي واورېدې، چي د ژر حل کېدو ډاډ ئې ورکړ.
د ګمرکونو لوی رئیس په دې سفر کي د یادو ګمرکونو له چارو څخه د لیدني تر څنګ مسؤلینو او کارکوونکو ته په اړوندو برخو کي اړیني سپارښتني هم وکړې.
د یادوني وړ ده، چي د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس د ګمرکونو له چارو څخه د ارزوني او له نږدې څخه د سوداګرو ستونزو د اورېدو په موخه بېلابېلو ولایتونو ته سفرونه کوي، چي د رسمي سفرونو دا لړۍ به په راتلونکي کي دوام ولري.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS