د ګمرکونو لوی رئیس د نيمروز ولایت له سوداګرو سره وکتل

admin_mof
دوشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۵ - ۱۰:۴۸
خبر

د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلی مفتي عبدالمتین سعید، چي د هرات او فراه ګمرکونو له ارزوني وروسته نيمروز ولايت ته په رسمي سفر تللی، تېره ورځ يي د نیمروز ولایت له یو شمېر سوداګرو سره د ولایت په مقام کي کتلي.

په دې کتنه کي چي د نيمروز والي ښاغلي مولوي نجیب الله رفیع او د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستيال سلاکار ښاغلي حاجي ابراهیم حکمت هم شتون درلود، په پيل کي د نيمروز والي راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ د ياد ولايت سوداګرو ته وویل چي راغلي پلاوي سره د حل په موخه خپل اړوند ستونزي شريکي کړي.

ورپسې د نيمروز ولايت سوداګرو په خپل وار سره په ګمرکونو کي د خپلو شته ستونزو يادونه وکړه.

خبر

په پای کي د ګمرکونو لوی رئیس خبري وکړې او وويل چي د ګمرکونو لوی رياست هڅه دا ده، چي د سوداګرو ستونزو ته د رسيدني او دوی ته د لا اسانتيا برابرولو تر څنګ په ګمرکونو کي ګمرکي طی مراحل ساده او لا چټک کړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۰:۲۰
Background image

په تېرو دوو اوونیو کي د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي

د لېندۍ ۳۰مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو په تېرو دوو اوونیو کي د کندهار، نیمروز، فراه، کندوز او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سيمو کي په زیاته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۴۰
Background image

د مالیه ورکوونکو د شکایتونو اورېدلو ریاست د مالیه ورکوونکو ۲۷ شکایتونه څېړلي دي

د لېندۍ ۲۷مه ١٤٠٤هـ.ل

د مالیې وزارت د مالیه ورکوونکو د شکایتونو اورېدلو ریاست د عقرب په میاشت کي د مالیه ورکوونکو له خوا (۲۹) شکایتونه ترلاسه کړي دي، چي له دې جملې څخه (۲۷) قضیې د. . .

BACK TO NEWS