د کینو، مالټو او زیړو سلفرو ترانزیټي گمرکي تضمین له ۱۱۰٪ څخه ۶۰٪ ته راکښته سو

admin_mof
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۲۹ - ۱۴:۳۳
خبر

د سوداگرو په غوښتنه، د گمرکونو لوی ریاست د رهبرۍ په وړاندیز او د مالیې وزارت مقام په منظورۍ د کینو، مالټو او زیړو سلفرو ترانزیټي گمرکي تظمین له ۱۱۰ سلني څخه ۶۰ سلني ته راکښته سو.

دا چې اوس مهال یاد درې ترانزیټي توکي د افغانستان له لاري د بهرني ترانزیټ ډیره برخه جوړوي، نو د گمرکونو لوی ریاست پرېکړه وکړه، چي سوداگرو ته د اسانتیا برابرولو په موخه د یادو توکو ترانزیټي گمرکي تضمین کم کړي.

همداشان د گمرکونو لوی ریاست ټولو اړوندو گمرکونو ته هدایت ورکړې، چي په بهرني ترانزیټ کي یادو توکو ته لومړیتوب ورکړي.

د یادوني وړ ده که چیري په یادو درو ترانزیټي توکو کي کوم سوداگر د ترانزیټ له قانون څخه سرغړونه کوي؛ نو د ده توکي به د بهرني ترانزیټ له کړنلاري سره سم د گمرکي دین ۱۱۰ سلني باندي محصول کیږي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۲۴
Background image

د کابل د ودونو تالارونو د اتحادیې له مسئولینو سره ناسته وشوه

د چنګاښ ۱۰مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر په مشرۍ او د ګمرکونو او عوایدو معینیت د مشاورینو، د عوایدو د سیسټم رئیس او د یاد ریاست د یو شمیر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۴:۳۲
Background image

د بدخشان مستوفیت کارکوونکو ته روزنیز پروګرام پیل شو

د چنګاښ ۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیي وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له تدریسي پلان سره سم د بدخشان مستوفیت کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې او مسلکي کولو ترعنوان لاندې روزنیز پروګرام پيل شو.
پ. . .

BACK TO NEWS