د کورنۍ پلټني لوی رئیس او مل پلاوي د هیواد شمالي ولایتونو ته سفر وکړ!

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۵:۱۶
............


د وږي ۱۶مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی رئيس الحاج ملا عبدالهادي ابرار په مشرۍ د دې ریاست پلاوي، د چارو د کتني او ارزوني په موخه د سمنګان، بغلان، بلخ، کندوز، تخار او بدخشان ولایتونو له مستوفیتونو او همدارنګه د بلخ، کندوز، تخار او بدخشان ولایتونو له ګمرکونو څخه لیدنه وکړه او د یادو ولایتونو له مستوفیانو، د ګمرکونو له مسئولینو او همداراز د دغو ادارو له کارکوونکو سره ئې په جلا ناستو کي ولیدل.
د کورنۍ پلټني لوی رئیس د یادو ادارو له مسئولینو او کارکوونکو سره په لیدنو کي د چارو د روڼتیا او همدارنګه د پلټني د ارزښت په اړه خبري وکړې. نوموړي؛ د دغو ادارو له کارکوونکو څخه وغوښتل، چي ورسپارل سوي چاري په خورا اخلاص او امانتدارۍ سرته ورسوي.
ښاغلي ابرار او مل پلاوي د تېرو پلټنو په لړ کي د پلټونکو له لوري د ورکړل سویو اصلاحي سپارښتنو تطبیق تعقیب هم کړ، چي له نېکه مرغه یادو ادارو ډېری سپارښتني تطبیق کړي وې او د پاتي سپارښتنو د ژر پلي کېدو ژمنه ئې وکړه.
د یادوني وړ ده، چي د ذکر سویو ولایتونو ګمرکونو او مستوفیتونو اړوندي چاري په شفاف ډول له ولایتي ادارو سره په بشپړه همغږۍ رواني وې.
په پای کي د کورنۍ پلټني لوی رئیس د دغو ادارو د مسئولینو او کارکوونکو ستونزي او غوښتني واورېدې، چي د ښې رسېدني په موخه به ئې د وزارت له مقام سره شریکي کړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۲۱
Background image

د چنګاښ په میاشت کې د تر سره شویو ګمرکي چارو تخنیکي ارزونه وشوه

د زمري۲۱مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج ملا نعمت الله حسن په مشرۍ او د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد او اړوندو مسئولینو په ګډون د روان (۱۴۰۵) هـ.ل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۱:۱۸
Background image

د امارتي املاکو عمومي رئیس هرات، نیمروز او فراه ولایتونو ته رسمي سفر وکړ

د زمري۱۷مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د امارتي املاکو عمومي رئیس، الحاج حافظ عبدالقدیر حقاني، د یوه مسلکي پلاوي په ملتیا هرات، نیمروز او فراه ولایتونو ته رسمي سفر وکړ.
د یاد سفر په ترڅ کې. . .

BACK TO NEWS