د کورنۍ پلټني لوی رئيس ننګرهار او لغمان ولایتونو ته سفر وکړ

admin_mof
شنبه ۱۴۰۱/۶/۵ - ۹:۵۶
خبر

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی رئیس انجنیر عبداللطیف خالد، په مشرۍ یو پلاوي د چارو د هر اړخیزي ارزوني په موخه ننګرهار او لغمان ولایتونو ته سفر وکړ او د دغه ولایتونو له مستوفیتونو او همدارنګه د ننګرهار ولایت ګمرک ریاست او د دغه ولایت اړوند طورخم سرحدي ګمرک څخه یې لیدنه وکړه.
انجنیر عبداللطیف خالد د ننګرهار او لغمان ولایتونو له مستوفيانو، د ننګرهار ګمرک رئیس او طورخم ګمرک له مدیر، کارکوونکو او هري شعبې څخه په جلا توګه لیدنه وکړه، د پلټونکو له لوري د وروستیو پلټنو په ترڅ کي د ورکړل سوو سپارښتنو د تطبیق پوښتنه یې وکړه او ټینګار یې وکړ، چي د چارو د ښه والي او رونټیا رامنځته کولو په موخه باید د پلټني سپارښتني په ټاکلي موده کي پلي او راپور یې له مرکز سره شریک سي. ښاغلي خالد د کارکوونکو پر مسلکیتوب او تخصص تاکید وکړ او هیله یې څرګنده کړه چي هر یو کارکوونکی ورسپارل سوې دنده په ښه توګه ترسره او د مالیې وزارت د اهدافو په لاسته راوړلو کي اغیزمن رول ادا کړي.
ورپسې د کورنۍ پلټني لوی رئیس د یادو ادارو د کارکوونکو ستونزي او غوښتني واورېدې او په اړه یې ورسره لازمي مشورې شریکي کړې. همدارنګه ښاغلي خالد ژمنه وکړه، چي د دغو ادارو هغه ستونزي، چي د مالیې وزارت مشرتابه یې باید په اړه پرېکړه وکړي، د وزارت له مقام سره په نږدې راتلونکي کي شریکي کړي.
د یادوني وړه ده، چي تر دې مخکي هم د کورنۍ پلټني لوی رئیس او ورسره ملا پلاوي فراه، نیمروز، هرات، بادغیس، کونړ او نورستان ولایتونو ته په همدې موخه سفر کړی وو، هلته يې له والیانو، مستوفيانو، رئیسانو او کارکوونکو سره لیدلي وو.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۰:۲۷
Background image

د مستوفیتونو له مسئولینو سره انلاین ناسته وشوه

د غبرګولي ۱۸مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د عملیاتي مرستیال په مشرۍ او د دغه ریاست تخنیکي مرستیال، اړوند رئیسانو، آمرینو او د تنفیذ او مالیاتي اطاعت پذیرۍ عمومي مدیرانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۰:۳۳
Background image

د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو آمریت (۲۴) شکایتونو ته رسېدنه کړې ده

د غبرګولي ۱۷مه ۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د کورنۍ پلټنې لوی ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډوني او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته. . .

BACK TO NEWS