د پکتیا او سپین بولدک په ګمرکونو کي د نویو انالوګ تلو د جوړېدو چاري پیل سوې

د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د پکتیا او د کندهار ولایت د سپین بولدک په ګمرکونو کي د شاوخوا (6.2) میلیونه افغانیو په ارزښت د دوو (۲) انالوګ تلو د جوړېدو چاري پیل سوې.
د یادو تلو په جوړېدو سره به له اضافه وزن څخه د مخنیوي تر څنګ د سوداګریزو توکو دقیق وزن معلوم او د عوایدو له ضایع کېدو څخه به مخنیوی وسي.

د یادو تلو اوږد والی ۱۸ متره او پلن والی ئې ۳ متره دی، چي بودیجه ئې د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کیږي او چاري به ئې تر راتلونکو دوو میاشتو پوري بشپړي سي.