د پلټني کلني پلان د غوره تطبیق په موخه ناسته وسوه!

د غویي۳۰مه۱۴۰۴ هـ.ل
د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی رئیس الحاج ملا عبدالهادي ابرار په مشرۍ د (۱۴۰۴هـ.ل) کال د پلټني کلني پلان د غوره او پر وخت تطبیق په موخه د همغږۍ ناسته وسوه.
په پیل کي د کورنۍ پلټني لوی رئیس د کلني پلان د غوره او پر وخت تطبیق د ارزښت او اغېزو په اړه خبري وکړې او ټینګار ئې وکړ، چي یاد پلان باید د نورو نظارتي او همدارنګه د پلټني لاندي ادارو سره په پوره همغږۍ پلی سي.
د کورنۍ پلټني لوی رئیس پلټونکي مکلف کړل، چي په اړوندو ادارو کي په پوره مسلکیتوب او د منل سویو معیارونو سره سم پلټنه ترسره کړي؛ څو په چارو کي اغېزمنتیا او لا روڼتیا رامنځته سي.
د کورنۍ پلټني لوی رئيس د دې ریاست د ټولو مسئولینو او د پلټني ټاکل سویو پلاوو ستونزو او غوښتنو ته د اصولي رسېدني ډاډ ورکړ او په اړوندو چارو کي ئې په پوره اخلاص او امانتدارۍ ترسره کولو ټینګار وکړ.