د نړیوال بانک ۴۰۰ میلیون امریکایي ډالرو هڅوونکې بستې په موخه د مالیې وزارت د مشرتابه ناسته وشوه
د مالیې وزارت د سرپرست ښاغلي محمد خالد پاینده، په مشرۍ د نړیوال بانک ۴۰۰ میلیون امریکایي ډالرو هڅوونکې بستې په موخه ناسته په دې وزارت کې تر سره شوه.
په پیل کې د نړیوال بانک د هڅوونکې بستې مسؤل ښاغلي احمد فرید امیري، په اړونده برخه کې خپل راپور وړاندې کړ او د افغانستان حکومت او نړیوال بانک ترمنځ د ژمنه شویو شاخصونو د څرنګوالي، د دې شاخصونو د حقوقي اړخونو کره ارزونې او له نړیوال بانک سره یې په شریکولو خبرې او د نظرونو تبادله وشوه.
پرېکړه وشوه، چې د شاخصونو د حقوقي ابعادو په ځینو برخو دي له نړیوال بانک سره سلا وشي او له نړیوال بانک او نړیوالو شریکانو سره دې په ګډه ناسته کې نهایي شي.
د یادونې وړده، چې د نړیوال بانک د هڅونې بسته د افغانستان حکومت له لوري د ژمنو ترسره کولو په بدل کې دې هیواد ته ورکول کېږي او د ملي بودیجې له لارې لګول کېږي.
