د ننګرهار ګمرک کارکوونکو په چاودېدونکو توکو کي کارېدونکي ثانیه سوز لاینونه نیولي دي.
د ننګرهار ګمرک د تشرېح برخي کارکوونکو (د مومند سرحدي شرکت اړوند په دوو سوداګریزو محمولو کي) په چاودېدونکو توکو کي کارېدونکي (۱۶۰) بستې ثانیه سوز لاینونه، چي مجموعي وزن ئې (۶۰۹،۶) کيلو ګرامه کېږي، غوښتل ئې چي له پاکستان څخه ئې هیواد ته راوارد کړي، کشف او ونیول. په دې تړاو یو تورن کس نیول سوی او د نورو څېړنو په موخه اړوندو قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل سو.
