د ملي بودیجې د ترتیب او اجراء په تړاو روزنیز ورکشاپ جوړ سو

syllab_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۰ - ۱۶:۳
............



د ملي بودیجې لوی ریاست د داخلي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه د ملي بودیجې د ترتیب او اجراء په تړاو (۲۰ ورځنی) روزنیز ورکشاپ د ملي بودیجې د پلان او ریفورم رئیس پوهنمل غلام عمرعبدالله او د ملي بودیجې اجرائیوي رئیس عبدالجبار وحدت په ګډون د ملي بودیجې لوی ریاست د غونډو په تالار کي جوړ سو.
د ملي بودیجې د پلان او ریفورم رئیس محترم پوهنمل غلام عمرعبدالله د یاد ورکشاپ په پرانیستې وینا کي وویل، چي د ملي بودیجې لوی ریاست د کار ماهیت او پایښت تخصصي او تخنیکي دئ، له همدې امله اړتیا لیدل کېږي، چي د کارکوونکو لپاره په هیواد دننه او بهر د ظرفیت لوړوني پروګرامونه برابر سي.
هغه همدا راز زیاته کړه، په کومه ټولنه کي، چي پوهه له یوه فرد څخه بل ته ونه لېږدول سي هغه ټولنه د پرمختګ او ښېرازۍ پر لور نه ځي؛ نو د یوې ښېرازه او پرمختللي ټولني درلودلو له پاره باید د ظرفیت لوړوني همدغه ډول پروګرامونه جوړ سي.
ورپسې د ملي بودیجې اجرائیوي رئیس محترم عبدالجبار وحدت د ظرفیت لوړوني پروګرامونو پر اړتیا او اهمیت، د مالي چارو او بودیجې د ادارې د موخو په اړه خبري وکړې او وئې ویل؛ څرنګه چي د ملي بودیجې لوی ریاست یو تخصصي او تخنیکي ریاست دئ؛ نو له دې فرصتونو څخه باید پوره ګټه واخیستل سي او په نږدې راتلونکي کي هم باید د ملي بودیجې لوی ریاست د تخنیکي ټیم له لوري د بودیجوي واحدونو له پاره ورته پروګرامونه ترتیب سي.
په پای کي بیا د ملي بودیجې د پلان او ریفورم ریاست تخنیکي ټیم د غونډي ګډونوالو ته خپل پریزنټېشن وړاندي کړ او په بېلابېلو برخو کي ئې د کارکوونکو پوښتني ځواب کړې.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۰:۲۷
Background image

د مستوفیتونو له مسئولینو سره انلاین ناسته وشوه

د غبرګولي ۱۸مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د عملیاتي مرستیال په مشرۍ او د دغه ریاست تخنیکي مرستیال، اړوند رئیسانو، آمرینو او د تنفیذ او مالیاتي اطاعت پذیرۍ عمومي مدیرانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۰:۳۳
Background image

د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو آمریت (۲۴) شکایتونو ته رسېدنه کړې ده

د غبرګولي ۱۷مه ۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د کورنۍ پلټنې لوی ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډوني او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته. . .

BACK TO NEWS