د ملي بودیجې د اجراء اصولنامې په تړاو د روزنیز پروګرام ګډونوالو ته تصدیق پاڼي ورکړل سوې!

syllab_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۹ - ۱۶:۴۹
............


د مالیې وزارت د ملي بودیجې لوی ریاست له لوري، د دغه ریاست کارکوونکو ته د روان (۱۴۰۳هـ.ل) کال ملي بودیجې د اجراء اصولنامې او اړوند چارو  په تړاو جوړ سوی یو میاشتنی روزنیز پروګرام پای ته ورسېد.
په دې تړاو ناسته کي د مالیې وزارت مالي معین حاجي عبدالقدیر احمد، د ملي بودیجې لوی رئیس حبیب الله حبیب سباوون، د یاد ریاست د پلان او ریفورم رئیس پوهنمل غلام عمر عبدالله، د ملي بودیجې اجرائیوي رئیس عبدالجبار وحدت او د یاد ریاست کارکوونکو ګډون کړی وو.
د مالیې وزارت مالی معین وویل، چي د ملي بودیجې لوی ریاست کړني په ملي کچه پر مالي او اقتصادي وضعیت او همدارنګه د بودیجوي واحدونو په مالي چارو باندي مستقیم اغېز لري؛ نو اړینه ده، چي د دغه ریاست کارکوونکي له مسلکي پوهي او ژمنتیا څخه پوره برخمن واوسي.
نوموړي د دغه ریاست له کارکوونکو څخه وغوښتل، چي له مسلکي، تخصصي او تخنیکي روزنیزو پروګرامونو څخه په ګټي اخیستني سره اړوندي چاري په ښه ډول مخته یوسي.
د ملي بودیجې لوی رئیس وویل، چي دغه ریاست په مسلکي او تخصصي توګه د ملي بودیجې د ترتیب، تطبیق او نظارت مهمي چاري ترسره کوي، چي پر همدې بنسټ ئې د اړوندو چارو د لا ښه پرمخ وړلو په موخه د دغه ریاست کارکوونکو ته یو میاشتنی روزنیز پروګرام جوړ او ترسره کړ.
ښاغلي سباوون زیاته کړه، چي په دغه پروګرام کي ګډونوالو ته د (۱۴۰۳هـ.ل) کال ملي بودیجې د اصولنامې، د بودیجې د تطبیق، څارني او همدارنګه په نړیوال معیار برابر د (GFS, PEFA, COFOG) پرګرامونو او د عادي او پراختیایي بودیجې د تخنیکي نورمونو؛ لکه: (ب 10 – ب 20 - ب 23 – ب 3) په تړاو د مجربو ټرینرانو له لوري ګټور معلومات ورکړل سول او په راتلونکي کي به هم د روزني ورته پروګرامونه دوام ولري.
په پاې کي د مالیې وزارت د مالي معین له لوري د ملي بودیجې لوی ریاست یو شمېر مسئولینو او د یاد ریاست د رئیسانو له لوري د روزنیز پروګرام ګډونوالو ته تصدیق پاڼي ورکړل سوې.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۵:۳
Background image

د سپین بولدک په ګمرک کي (۲۳۵۰) کارټنه قاچاقي او بې کیفیته درمل وسوځول سول

د مرغومي ۱۷مه ۱۴۰۴هـ.ل

د کندهار ولایت د سپین بولدک په ګمرک کي (۲۳۵۰) کارټنه د خورا ښکته کیفیته لرونکي درمل، چي په قاچاقي لارو افغانستان ته راوړل سوي ول، د محکمې د حکم له مخي د کندهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د هیواد یو شمېر ګمرکونو ته د څه باندي (۶)لکه امریکایي ډالرو په ارزښت بېلابېل وسایط وپېرل سول

د مرغومي ۱۶مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د حیرتان، آقینې او فراه ګمرکونو کي د چارو د لا چټکتیا، سوداګرو او موټر چلوونکو ته د اسانتیا رامنځته کولو او د ګمرکي کارکوونکو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۲:۳۶
Background image

د هیواد اوو ګمرکونو ته د څه باندي دوه میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د اور وژني وسایط وپېرل سول

د مرغومي ۱۱مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د هیواد په ګمرکونو کي د اور لګېدني د احتمالي ګواښونو د مخنیوي په موخه د څه باندي (۲) میلیونه او (۳۶) زره امریکایي ډالرو په. . .

BACK TO NEWS