د ملي بودیجې د اجراء اصولنامې په تړاو د روزنیز پروګرام ګډونوالو ته تصدیق پاڼي ورکړل سوې!

syllab_admin
Tue, Jul 30 2024 4:49 PM
............


د مالیې وزارت د ملي بودیجې لوی ریاست له لوري، د دغه ریاست کارکوونکو ته د روان (۱۴۰۳هـ.ل) کال ملي بودیجې د اجراء اصولنامې او اړوند چارو  په تړاو جوړ سوی یو میاشتنی روزنیز پروګرام پای ته ورسېد.
په دې تړاو ناسته کي د مالیې وزارت مالي معین حاجي عبدالقدیر احمد، د ملي بودیجې لوی رئیس حبیب الله حبیب سباوون، د یاد ریاست د پلان او ریفورم رئیس پوهنمل غلام عمر عبدالله، د ملي بودیجې اجرائیوي رئیس عبدالجبار وحدت او د یاد ریاست کارکوونکو ګډون کړی وو.
د مالیې وزارت مالی معین وویل، چي د ملي بودیجې لوی ریاست کړني په ملي کچه پر مالي او اقتصادي وضعیت او همدارنګه د بودیجوي واحدونو په مالي چارو باندي مستقیم اغېز لري؛ نو اړینه ده، چي د دغه ریاست کارکوونکي له مسلکي پوهي او ژمنتیا څخه پوره برخمن واوسي.
نوموړي د دغه ریاست له کارکوونکو څخه وغوښتل، چي له مسلکي، تخصصي او تخنیکي روزنیزو پروګرامونو څخه په ګټي اخیستني سره اړوندي چاري په ښه ډول مخته یوسي.
د ملي بودیجې لوی رئیس وویل، چي دغه ریاست په مسلکي او تخصصي توګه د ملي بودیجې د ترتیب، تطبیق او نظارت مهمي چاري ترسره کوي، چي پر همدې بنسټ ئې د اړوندو چارو د لا ښه پرمخ وړلو په موخه د دغه ریاست کارکوونکو ته یو میاشتنی روزنیز پروګرام جوړ او ترسره کړ.
ښاغلي سباوون زیاته کړه، چي په دغه پروګرام کي ګډونوالو ته د (۱۴۰۳هـ.ل) کال ملي بودیجې د اصولنامې، د بودیجې د تطبیق، څارني او همدارنګه په نړیوال معیار برابر د (GFS, PEFA, COFOG) پرګرامونو او د عادي او پراختیایي بودیجې د تخنیکي نورمونو؛ لکه: (ب 10 – ب 20 - ب 23 – ب 3) په تړاو د مجربو ټرینرانو له لوري ګټور معلومات ورکړل سول او په راتلونکي کي به هم د روزني ورته پروګرامونه دوام ولري.
په پاې کي د مالیې وزارت د مالي معین له لوري د ملي بودیجې لوی ریاست یو شمېر مسئولینو او د یاد ریاست د رئیسانو له لوري د روزنیز پروګرام ګډونوالو ته تصدیق پاڼي ورکړل سوې.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS