د مستوفیتونو د عوایدو آمرینو او د ولایتونو د ګمرکونو عملیاتي مرستیالانو لپاره روزنیز پروګرام جوړ شو
د تلې۷مه ۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ آمریت د مستوفیتونو د عوایدو آمرینو او د ولایتونو د ګمرکونو عملیاتي مرستیالانو لپاره د عوایدو او ګمرکونو ملي اکاډمۍ د کنفرانسونو په تالار کې روزنیز پروګرام جوړ کړ.
په دې مراسمو کې د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر، د ګمرکونو لوی ریاست د قیمتګذارۍ رئیس مولوي خیرالله صبغت الله، د عوایدو او ګمرکونو معینیت د دعوت او ارشاد ریاست مسئول مولوي عبدالعزیز نوراني، د عوایدو او ګمرکونو ملي اکاډمۍ آمر بلال احمد احدي او یو شمېر نورو مسئولینو ګډون کړی وو.
د عوایدو او ګمرکونو ملي اکاډمۍ آمر د دې پروګرام د پرانیستې په مراسمو کې وویل، چې دا پروګرام ستاسو د مسلکي او مدیریتي ظرفیتونو د لوړولو په موخه جوړ شوی دی. هیله ده، چې د روزنیز پروګرام له موضوعاتو څخه په کاري برخو کې اعظمي ګټه واخلئ او خپلې در سپارل شوې دندې په صادقانه توګه ترسره کړئ.
د عوایدو لوی رئیس وویل، چې دا نظام د ډېرو قربانیو په پایله کې حاکم شوی او د پیاوړتیا او ټینګښت لپاره یې د خدمت ترڅنګ اړتیا ده، چې مسلکي، ژمن او ایمانداره بشري ځواک خپلې دندې په ښه توګه ترسره کړي او د ستونزو د حل ډاډ ترلاسه شي.
د ګمرکونو لوی ریاست د قیمت ګذارۍ رئیس د ښې رهبرۍ او مدیریت په اړه د معلوماتو وړاندې کولو ترڅنګ وویل، چې دا سیمینارونه او روزنیز پروګرامونه له ډېر اهمیت څخه برخمن دي. هڅه وکړئ د خپلو سپارل شویو مسئولیتونو په اړه لازم علم او پوهاوی ترلاسه کړئ او هغه څه چې زده کړي مو دي، له خپلو همکارانو سره د ښه خدمت کولو په موخه شریک کړئ.
د یادونې وړ ده، چې دغه پروګرام به د (۱۵) ورځو لپاره دوام وکړي او د ولایتونو د ګمرکونو عملیاتي مرستیالانو ته به د ګمرکي قوانینو، کورني او بهرني ټرانزیټ د طرزالعملونو، ګمرکي تعرفو، د مالونو د قیمت ګذارۍ او اسیکوډا سیسټم په اړه او د عوایدو آمرینو ته به مالیاتي قوانین، طرزالعملونه، محاسبات او مالیاتي سیسټمونه، مصارفاتي فورمې او نور مهم او اړوند موضوعات تشرېح شي.
