د مستوفیتونو د عوایدو آمرینو او د ولایتونو د ګمرکونو عملیاتي مرستیالانو لپاره روزنیز پروګرام جوړ شو

ezat_admin
Thu, Oct 01 2026 9:38 AM
د مستوفیتونو د عوایدو آمرینو او د ولایتونو د ګمرکونو عملیاتي مرستیالانو لپاره روزنیز پروګرام جوړ شو

د تلې۷مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ آمریت د مستوفیتونو د عوایدو آمرینو او د ولایتونو د ګمرکونو عملیاتي مرستیالانو لپاره د عوایدو او ګمرکونو ملي اکاډمۍ د کنفرانسونو په تالار کې روزنیز پروګرام جوړ کړ.
په دې مراسمو کې د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر، د ګمرکونو لوی ریاست د قیمت‌ګذارۍ رئیس مولوي خیرالله صبغت ‌الله، د عوایدو او ګمرکونو معینیت د دعوت او ارشاد ریاست مسئول مولوي عبدالعزیز نوراني، د عوایدو او ګمرکونو ملي اکاډمۍ آمر بلال احمد احدي او یو شمېر نورو مسئولینو ګډون کړی وو.
د عوایدو او ګمرکونو ملي اکاډمۍ آمر د دې پروګرام د پرانیستې په مراسمو کې وویل، چې دا پروګرام ستاسو د مسلکي او مدیریتي ظرفیتونو د لوړولو په موخه جوړ شوی دی. هیله ده، چې د روزنیز پروګرام له موضوعاتو څخه په کاري برخو کې اعظمي ګټه واخلئ او خپلې در سپارل شوې دندې په صادقانه توګه ترسره کړئ.
د عوایدو لوی رئیس وویل، چې دا نظام د ډېرو قربانیو په پایله کې حاکم شوی او د پیاوړتیا او ټینګښت لپاره یې د خدمت ترڅنګ اړتیا ده، چې مسلکي، ژمن او ایمانداره بشري ځواک خپلې دندې په ښه توګه ترسره کړي او د ستونزو د حل ډاډ ترلاسه شي.
د ګمرکونو لوی ریاست د قیمت‌ ګذارۍ رئیس د ښې رهبرۍ او مدیریت په اړه د معلوماتو وړاندې کولو ترڅنګ وویل، چې دا سیمینارونه او روزنیز پروګرامونه له ډېر اهمیت څخه برخمن دي. هڅه وکړئ د خپلو سپارل شویو مسئولیتونو په اړه لازم علم او پوهاوی ترلاسه کړئ او هغه څه چې زده کړي مو دي، له خپلو همکارانو سره د ښه خدمت کولو په موخه شریک کړئ.
د یادونې وړ ده، چې دغه پروګرام به د (۱۵) ورځو لپاره دوام وکړي او د ولایتونو د ګمرکونو عملیاتي مرستیالانو ته به د ګمرکي قوانینو، کورني او بهرني ټرانزیټ د طرزالعملونو، ګمرکي تعرفو، د مالونو د قیمت‌ ګذارۍ او اسیکوډا سیسټم په اړه او د عوایدو آمرینو ته به مالیاتي قوانین، طرزالعملونه، محاسبات او مالیاتي سیسټمونه، مصارفاتي فورمې او نور مهم او اړوند موضوعات تشرېح شي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS