د مخکي ثبت شویو سند نه لرونکو – یوې کیلي وسایطو په تړاو د مالیې وزارت خبرتیا!
د زغره والو او غیر زغره والو ګمرکي او ترافیکي سند نه لرونکو (یوه کیلي) وسایطو ښاغلو څښتنانو ته، چې وسایط یې د ګمرکي پړاوونو په موخه په اجرائیوي واحد کې ثبت او د په ګمرک کې درول شوي او تراوسه یې پړاوونه نه دي ترسره شوي خبر ورکول کېږي، چې!
هر څومره ژر کېدای شي د ۱۴۰۰ کال وري میاشتې له ۱۶ مې نېټې د خپلو وسایطو د پړاوونو ترسره کولو په موخه د ګمرک ریاست ته مراجعه وکړي. د نه مراجعې او تعلل په صورت کې به یې له قانون سره سم وسایط ضبط او بیا د شکایت حق نه لري. هېره دي نه وي چې ټاکل شوې موده د ۱۴۰۰ کال وري میاشتې تر ۳۰ نېټې پورې روانه ده.