د مالیې وزیر ننګرهار ولایت ته سفر وکړ!

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۲ - ۱۳:۲۰
..............

د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند، د خپلو رسمي ولایتي سفرونو په لړ کي، دا ځل د دغه وزارت د مالي او اداري سلاکار او د عوایدو لوی ریاست د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ د رئیس په ملتیا ننګرهار ولایت ته سفر وکړ.
نوموړي، د دغه سفر په لړ کي د ننګرهار ولایت له مستوفیت او هلته د ملي بانک، نوي کابل بانک او پښتني بانک د ولایتي څانګو له چارو څخه د ليدني پرمهال د عوایدو د راټولولو بهیر، په لګښتونو کي د سپما اصل په نظر کي نیول او د بانکي خدمتونو چاري له نږدې وارزولې او د چارو د لا ښه والي په موخه ئې مسئولینو ته لازمي سپارښتني هم وکړې.
د مالیې وزیر او مل پلاوي د ولایتي مسئولینو پرمختګونه وستایل او د هغوی ستونزي ئې هم واورېدې، چي سته ستونزو ته د رسېدو په موخه د اصولي اجراآتو بشپړ ډاډ ورکړل سو.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۰:۲۷
Background image

د مستوفیتونو له مسئولینو سره انلاین ناسته وشوه

د غبرګولي ۱۸مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د عملیاتي مرستیال په مشرۍ او د دغه ریاست تخنیکي مرستیال، اړوند رئیسانو، آمرینو او د تنفیذ او مالیاتي اطاعت پذیرۍ عمومي مدیرانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۰:۳۳
Background image

د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو آمریت (۲۴) شکایتونو ته رسېدنه کړې ده

د غبرګولي ۱۷مه ۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د کورنۍ پلټنې لوی ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډوني او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته. . .

BACK TO NEWS