د مالیې وزیر د بلخ په ګمرک کي د (۴۷.۵) میلیونه افغانیو په ارزښت د موټرونو د تمځای جوړېدو پرانیستنه وکړه!

admin_mof
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۱ - ۱۶:۳۲
..........

 

د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند، چي په رسمي سفر بلخ ولایت ته تللی د (۴۷.۵) میلیونه افغانیو په ارزښت ئې د یاد ولایت په ګمرک کي د موټرونو د تمځای جوړېدو پرانیستنه وکړه.
په دې پرانیستغونډه کي، چي د بلخ والي حاجي محمد یوسف وفا، د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مفتي عبدالمتین سعید، د بلخ ولایت د ګمرک رئیس، د دغه ولایت مستوفي، د سوداګرۍ او پانګوني خوني رئیس او د یو شمېر سیمه ییزو ادارو مسؤلینو هم ګډون کړی وو، د بلخ والي د سوداګرو د هڅوني تر څنګ وویل، چي د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ په هدایت ټولي ادارې مکلفي دي، چي په بېلابېلو برخو کي سوداګرو او پانګه والو ته لازمي اسانتیاوي چمتو کړي.
د مالیې وزیر وویل، چي زموږ هڅه دا ده، چي په هیواد کي د سوداګرۍ د لا ودي او سوداګرو ته د لازمو اسانتیاوو د چمتو کولو په موخه د هیواد په پاتي ګمرکونو کي هم ورته پروژې پیل کړو.
د ګمرکونو لوی رئیس د دې پروژې د تخنیکي معلوماتو د شریکولو تر څنګ وویل، چي د ګمرکونو لوی ریاست په دې هڅه کي دئ، چي د هیواد په ګمرکونو کي سوداګرو ته ټولي ممکني اسانتیاوي رامنځته کړي او موږ چمتو یو، چي شته امکاناتو ته په کتو د دوی ټولي غوښتني ومنو.
د بلخ ګمرک د موټرونو د تمځای پروژه په شاوخوا (۷.۵) جریبه ځمکه کي پلې کېږي، چي چاري به ئې تر راتلونکو (۷) میاشتو پوري بشپړي او تمځای به اساسي کانګریټ سي.
د یادوني وړ ده، چي د یادي پروژې بودیجه د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کېږي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۶:۴۳
Background image

د هرات ولایت لپاره نوی مستوفي معرفي شو

د غویي ۲۳مه۱۴۰۵ هـ.ل
د عاليقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم پر اساس مولوي محمد عادل اکرام، چې د هرات مستوفیت لپاره د نوي مستوفي په توګه ټاکل شوی وو، نن د عوایدو او ګمرکونو معین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۲۳
Background image

د فراه ولایت لپاره نوی مستوفي معرفي شو

د غویي ۲۲مه۱۴۰۵ هـ.ل
د عاليقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم پر اساس، حاجي نعمت الله مغیره، چې د فراه مستوفیت لپاره د نوي مستوفي په توګه ټاکل شوی وو، د عوایدو او ګمرکونو معین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۱۵
Background image

د چارو د لا همغږۍ او پرمختګ په موخه د اداري معینیت د رهبرۍ څلورمه ناسته وشوه

د غویي ۲۲مه۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د اداري معین مولوي دوست محمد مخلص په مشرۍ، په روان (۱۴۴۷) هـ ق کال کې د اداري معینیت د رهبرۍ څلورمه ناسته د اړوندو رئیسانو په ګډون د دغه معینیت د. . .

BACK TO NEWS