د مالیې وزارت ۲۰۰ تنه کار کوونکي تقاعد کړل

مالیې وزارت د دې وزارت ۲۰۰ تنه کارکوونکي چې کاري دوره یې پای ته رسېدلې وه، د روان ١٣٩٩ مالي کال په اوږدو کې تقاعد کړل.
د ملکي کارکوونکو د خدمتونو قانون نهه ویشتمې مادې مطابق په دغو تقاعد شویو کسانو کې د وزارت له ورودي کچې نیولې تر درېیم بست پوري کارکوونکي شامل دي.
د مالیې وزارت مشرتابه د یادو کسانو د تقاعدولو موخه وړ او با استعداده کسانو په ځانګړي توګه ځوانانو ته د کاري چارو برابرول بولي.
د یادونې وړده، چې مالیې وزارت مشرتابه غواړي د وړ او کدر وګړو لپاره کاري زمینه برابره کړي او د لومړي ځل لپاره د دې وزارت ټول تش بستونه په تدریجي توګه ازادې سیالۍ ته وسپاري او دا بهیر یې په دې ډول تنظیم کړی دی، چې د وزارت ورځنۍ چارې له هیڅ ډول کاري خنډ سره مخ نه شي.